نړۍ

بنګلادیش: د سیکولرانو او مذهبي لږکیو د وژنو په تور ۱۶۰۰ کسان نېول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د بنګلدیش حکومت په دغه هیواد کي د سیکولرانو او مذهبي لږکیو د وژلو په تور ۱۶۰۰ کسان نیولي دي.

راپورونه وايي چې نیول شویو کسانو کي یو شمیر دیني عالمان هم شامل دي او د بنګلادیش حکومت دغه ګام له هغه څخه وروسته پورته کړی چي هیواد کي یی د نامالومو کسانو له لوري د سیکولرانو او مذهبي لږکیو وژلو لړۍ زور واخیست.

یوه اونۍ وړاندي دوه هندو مذهبه کسان چې د هندوانو په یوې عبادت ګاه کي يي دنده لرله د نامالو کسانو له لوري د چړو په واسطه ووژل شول، همدارنګه دیو پولیس افسر ښځه چې بنګلدیش کي يي د سیکولریزم لپاره کار کاوو تیره ورځ د یوه بس تم ځای ته څیرمه د نامالوم کس له لوري پر غاړه باندی په چاړه ووهل شوه او ځاي پرځای مړه شوه.

نړیوالي ټولني او دبشر دحقوقو ساتونکو ډلو دبنګلادیش حکومت باندي نیوکي کړي چې ګواکي هیواد کي د لږکیو په ساتلو کي پاتي راغلی.

بنګلادیش کي له تیر یو کال راپدیخوا د نامالومو کسانو له لوري هغه کسان په نښه کیږي څوک چې د اسلام د مقدس دین په خلاف لیکني کوي او کوښښ کوي هیواد نور هم د سیکولریزم په لور بوځي، په دغو کسانو د بهرنیو مؤسساتو کارکونکي، دپوهنتونو استاذان، لیکوالان او کورنیو مرستندویه ټولنو مسؤلین شامل دي.

د بنګلادیش حکومت که څه هم ډیر کسان ددغه رنګه وژنو په تور نیولي، خو تر اوسه يی کوم کس نه دی محاکمه کړی او نه یی هم کره شواهد ترلاسه کړي چې له مخي یی تورن کسان محکمي ته راکش کړي.

تیره ورځ چي کله د یو پولیس افسر میرمن د نامالوم کس له لوري د چړو په واسطه ووژل شوه پړه یی دداعش ډلي په غاړه واخیسته، نړیوالي ټولني ویره څرګنده کړي چې کیدای شي بنګلادیش کي «نړیواله ترهګري» وجود ولري او دغه ډول وژنوکي دي لاس ولري.

خو د بنګلادیش لومړۍ وزیرې حسینه واجد ددغه هیواد پارلمان ته دوینا پر مهال په خپل هیواد کي د نړیوالي ترهګرۍ وجود رد کړ، نوموړي زیاته کړه په پیښه کي ککړ کسان کورني مذهبي توند لاري او د حکومت د مخالفو ډلو او ګوندونو غړي دي، نوموړې وویل چې حکومت ۳۷ «مذهبي توند لاري» ددغو پیښو په تړاو نیولي چې د هغو له جملي څخه دري تنه د پخواني جماعت المجاهدین ګوند غړي دي. جماعت المجاهدین ګوند باندي بنګلدیش کي بندیز لګیدلی او ټول دفترونه او کارځایونه یی بند شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x