نور کولای شئ د فیسبوک په تبصرو کې ویډيو خپره کړئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): فیسبوک چې تر ټولو زیات کوښښ يې په کارونو کې نوښت کول وي، دا ځل نوې ځانګړنه دغې ټولنیزې رسنۍ ته ورزیاته کړې ده.

دغه ځانګړنه د تبصرو په ځای کې د ویډیو پوسټ کول دي. د فیسبوک استعمالوونکي اوس کولای شي چې د عکس سربېره ويډیو هم په تبصرو ځای ته ورپورته کړي.

پخوا د تبصرو په ځای کې یواځې عکس پورته کېدو خو اوس دغه آپشن سره د ویډيو پورته کولو اختیار هم زیات شوی دی.