د روژې مبارکه میاشتروژه د بدلون میاشت

دا روژه بايد د خپل ژوند وروستۍ روژه او د بښنې چانس وبولو

احمدالله احمدزی

هغه ورځ مې د شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله خبره ولوسته، چې تېره روژه کې ډېر داسې مسلمانان له دې دنيا تللي، چې په ډېره مينه او خوښۍ يې روژې نيولې، تراويح او عبادتونه يې کول او د الله تعالی دربار ته ورغلي دي. دغه خلک اوس پر موږ حق لري، چې په هر لمونځ کې ورته دعاوې وکړو او دغه روژه د خپل ځان لپاره غنيمت وبولو، چې الله تعالی موږ ته يو ځل بيا دا چانس راکړ، چې له خپلو ګناهونو توبه وباسو او د الله تعالی په دربار کې په سجده شو.

هغه خلک، چې له دې فاني نړۍ تللي، دوی هېڅکله دا فکر نه کوي، چې دوی دې به دنیا خوش او خندان ژوند کړی وي، موږ تاسې په خپلو کورنيو، دوستانو، خپلوانو او ملګرو کې څومره ډېر خلک پېژنو، د مرګ څپېړې د روژې له راتلو مخکې وهلي.

مرګ په واړه او زاړه نه دی. مرګ له هېچا اجازه نه غواړي، چې روح دې اخلم، مرګ يو ناڅاپي مېلمه دی، چې هر وخت يې غږ درباندې وکړ، بايد موږ ورته تيار يو.

د دې خبرو د يادونو موخه دا ده، چې موږ ته الله تعالی يو بل چانس په لاس راکړی، راځئ له دې زرين چانس څخه په ګټه اخيستو  د خپل رب عبادتونه وکړو، د خپلو عقيدو او اعمالو اصلاح وکړو او رښتينې توبه وباسو.

سفيان ثوري رحمه الله فرمايي، چې کله يو انسان شپېتو کالو ته ورسېد، نو بس دی دې ځانته کفن واخلي او د الله تعالی لور ته دې هجرت وکړي.

ځوانان هم بايد په خپله ځوانۍ غره نه شي، که په ځوانۍ کې مو خپل رب سره اړيکه سمه نه کړه، نو موږ بيا په ټول عمر کې هم نه شو کولای،چې د دنيا مينه له زړه وباسو.

روژه داسې يوه بختوره مياشت ده، چې مسلمان لپاره په کې د جنت دروازې پرانستي دي او د جهنم دروازې بندې دي، شيطانان تړل شوی، الله تعالی ته د رجوع او رښتينې توبې زرين چانس په لاس راغلی دی. راځئ له دې چانس څخه ګټه پورته کړو.

موږ ټول يو هم نه يو خبر، چې د دې روژې تر پايه به ورسيږو، که موږ خبر شو، چې دا به مو وروستۍ روژه او يا د ژوند وروستۍ مرحله وي، نو څومره کوښښ به کوو.

زموږ لويه تېروتنه دا ده، چې هر کار، حتی عبادتونه او توبې هم په سبا او بل سبا سپارو او بالاخره داسې يو وخت کې راګير شو، چې نفس مو له ستوني راوتلی وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو صحابي راغی او ورته يې وويل، چې څه را زده‌کړه او په لنډو ټکو يې را زده کړه. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل، چې “إذا قمت في صلاتك، فصلِّ صلاة مودع”کله، چې لمونځ ته ودرېږې، نو داسې لمونځ کوه، لکه دا دې، چې وروستی لمونځ وي. او که موږ داسې فکر وکړو، چې دا به مې وروستی لمونځ وي، نو په خپل عبادت کې به څومره کوښښ کوو.

موږ کې ډېر خلک د سهار لمانځه کې ژوندي وي، خو د ورځې تر پايه بيا دنيا کې نه وي. هره ثانيه بايد موږ د خپل رب شکر ادا کړو، چې ساه را کې چلوي.

موږ خو ټول عملا ورځ تر بلې له خپل رب څخه لرې کيږو، ګناهونه او سرکشۍ مو ورځ تر بلې زياتيږي او راځئ ژمنه وکړو، چې دغه روژه د خپل ژوند وروستۍ روژه وبولو، په عبادتونو او نورو نيکو کارونو کې داسې هڅې وکړو، لکه بيا چې ژوندي نه پاتې کيږو.

راځئ  د روژې په دې مبارکه مياشت کې له خپله رب سره عهد وکړو، چې نور به هر لمونځ، عبادت او ټولنيزې اړيکې او اعمال د خپل ژوند وروستي اعمال بوول، له خپلو عبادتونو د ناراستۍ او بې پرواهۍ لامل ورک کړو، ژوند سره اوږدې اوږدې هيله ونه تړو او خپله هره کړنه د خپل رب په خوښۍ پورې محدوده کړو، نو به موږ وګورو، چې د دنيا او اخرت برياوې مو ترلاسه کيږي که نه.

دغه روژه د خپل ځان او ايمان لپاره غنيمت وبولو، په پوره ايماندارۍ او صبر سره يې ونيسو، روژه کې د الله تعالی له کلام سره قوي ملګرتيا پيدا کړو، په ژبه يې تلاوت وکړو، په عقيده او عمل کې يې پلی کړو. قرانکريم بايد د لوستو تر څنګ زموږ په عمل کې څرګند شي.

موږ چې په نورو وختونو کې خپل ژوند د خپلې کورنۍ او دوستانو د خوښۍ او ارامتيا لپاره وقف کړی وي، راځئ په روژه کې په خپل ځان، کورنۍ او دوستانو دا مهرباني وکړو، چې د قرانکريم لور ته دعوت ورکړو او د همدې اخلاص له مخې د خپلو بې وزلو خپلوانو او دوستانو مالي او اخلاقي مرسته وکړو.

له نورو خلکو سره د اخلاقي او مالي مرستو تر څنګ بايد له خپل ځان سره هم مرستې وکړو، چې له غيبت، سپکو سپورو، بد ګومانيو او هر ډول حرامو يې وژغورو او د ژوند په هر عبادت کې دا فکر وکړو، چې دا مو د ژوند وروستۍ سلګۍ ده.

په خپل ځان بايد دا مهرباني وکړو، چې د بخل له مرضه يې وژغورو او د هغو سلګونو، زرګونو او لکونو بې وزلانو په اړه فکر وکړو، چې په نيمه خېټه په سپوره ډوډۍ ګزاره کوي او هغه هم درې وخته پوره نه ورسيږي.

په همدې روژه کې موږ  د خلکو له ملګرتيا او د دنيا له کارونو لاس واخلو او له روژې وروسته هم دغه عادت په ځان او ټولنه کې عملي کړو، چې له هر بې کاره او ناروا ملګري د الله تعالی د رضا لپاره ځانونه وساتو.

په همدې روژه کې خپلو کافرو دښمنانو څخه په دعا ځانونه خلاص کړو او مسلمانو دښمنانو سره د دعا، زغم او نېکو کارونو په برکت دښمني له منځه يوسو.

د روژې په وروستيو شپو کې د ليلة القدر د ليدو چانس ډېر وي او د دې لپاره بايد سر له اوسه تياری وکړو، چې خپل رب سره څنګه خپلې اړيکې خوږې کړو او له روژې وروسته هم دغو عبادتونو سره خپل ژوند عيار کړو.

که موږ په روژه کې خپل ځان خپل رب ته وسپاره، له قرانکريم سره مو ملګرتيا پخه کړه، همدغه روژه به مو په خپل رب سپاري، زموږ شفاعت به ورته کوي او له روژې وروسته به هم د نېکو اعمالو توفيق راکوي او بالاخره له مرګ وروسته به الله تعالی موږ د دې عبادتونو او نېکو کارونو ثوابونه راکوي.

راځئ سر له ننه ژمنه وکړو، چې خپل ژوند به له سره د قرانکريم په تلاوت، پوهې، عمل او خلکو ته په رسولو تېروو او له خپل رب څخه دعا وغواړو، چې يا الله موږ له خلکو مه ګرځوې، چې روژه پرې تېره شي او ده ته په کې بښنه نه وي شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx