افغانستان

په هلمند كې معيوبين د خپلو حقونو غوښتنه كوي –

afghan_amputees_01

راپور-۱۷-۴-۲۰۱۱

ددې ولايت سلگونه معيوبين وايي چې له يوې خوا د دوى په نامه مرستې نوروكسانوته وركول كيږي اوله بلې خوا د دوى هغه حقونه چې په قانون كې وركړل شوي دي دوى ته نه دي رسيدلي اوچارواكويې هم پوښتنه نه ده كړې.

ځايي چارواكي هم د دوى ستونزې تريوې اندازې پرځاى بولي اووايي چې ځينې ادارې چې بايد د معيوبينوپنځه سلنه حقوق وركړي تراوسه يې نه دي وركړي.

دغه معيوبين چې د يكشنبې په ورځ په لښكرگاه ښاركې راټول شوي ووخبريالانوته وويل چې هلمند ته د معيوبينوپه نوم څوڅوځله د خوراكي توكواوالبسې مرستې راغلې دي خود دوى پرځاى هغه كسانوته چې مستحق هم نه دي اوله اړوندومسؤلينوسره نږدې اړيكې لري وركړل شوې اودوى يې له پامه غورځولي دي.

د دوى په وينا چې د معيوبينود نوي قانون له مخې هره اداره مكلفه ده چې معيوبينوته پنځه سلنه د دوى حقونه وركړي خوتردې مهاله هيڅ ادارې په دې برخه كې گام نه دى پورته كړى اويوازې هغه نغدې پيسې چې د كاراوټولنيزوچارورياست لخوا له وړاندې وركول كيدې اوس هم وركول كيږي.

همدارازد هلمند د كاراوټولنيزوچاروريس محمد نادروطنوال هم وايي چې نورواداروتراوسه پورې د معيوبينوپنځه سلنه حقوق نه دي وركړي اونه هم له دوى سره په دې برخه كې اړيكې نيول شوې دي.

وطنوال وايي

زما غوښتنه له ټولورياستوڅخه داده چې دوى يوڅه راوړي اوخلكوته كمك وركوي لومړى بايد زموږسره په تماس كې شي زموږد شهيدانواومعلولينوسهميه څه چې قانون ښوولې ده په شفافه توگه وويشل شي.

دده په وينا چې دا مهال له دوى سره د هلمند په كچه څه كم ۲۵۰۰تنه معيوبين اودرى زره كورنى شهيدان راجستردي چې په معيوبينوكې شاوخوا ۳۰۰تنه ښځې دي خودوى هڅه كوي چې په هره برخه كې د معيوبينولپاره د ژوند آسانتياوې برابرې كړي.

اسد الله زړه سواند : كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x