fbpx

امنيه قوماندان: امنيتي ځواکونه يوازې د لښکرګاه  د ژغورلو په دنده بوخت دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د هېواد سويل کې د هلمند ګڼې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي او امنيتي ځواکونه یوازې د لښکره ګاه ساتنه کوي.

په هلمند کې د ۲۱۵ قول اردو قوماندان منلې، چې طالبان شپه ورځ پر دوی بريدونه کوي، امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او طالبانو له تېرې لنډې مودې راهيسې هڅې پيل کړي، چې لښکرګاه ته سقوط ورکړي.

د هلمند نوي امنیه قوماندان مل پاسوال «اقانور کينتور» وايي، چې دوی اوس مهال د حکومت له لوري د لښکرګاه د ژغورلو په دنده بوخت دي او د نورو عملياتو اجازه ورته نه ده شوې.

د موسی کلا او نوزاد، موسی کلا او ګريشک ترمنځ لارو کې هم امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او طالبان د شپې او ورځې د امنيتي ځواکونو پر مرکزونو او دولتي ودانيو بريدونه کوي.

طالبان هڅه کوي، چې د موسی کلا او نوزاد له لارې د هلمند مرکز لښکرګاه ته ځانونه ورسوي.

د هلمند اوسېدونکي وايي، چې طالبان د لښګرګاه څنډو ته رارسېدلي او هره ورځ دغو سيمو کې د جګړو او بريدونو له امله دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوړي.

امنيه قوماندان وايي، چې د دغه ولايت شمالي ولسوالۍ د طالبانو په واک دي او هڅه کوي، چې د خپل واک او ځواک سيمې نورې پراخې کړي، مګر مرکزي حکومت تر اوسه دوی ته يوازې د لښکرګاه د ساتلو امر کړی دی او د عملياتو د پراختيا اجازه يې نه ده ورکړې.

د هېواد سويل کې هلمند تر ټولو نا امنه ولايت بلل کيږي او ځايي خلک وايي، چې د دغه ولايت له څوارلس ولسواليو څخه پنځه يې په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې دي او د پاتې نورو ولسواليو يوازې مرکزونه د حکومت په لاس کې دي.

د منځنۍ اسيا د چارو کارپوه امريکا مېشتي ليکوال او ژورناليست احمد رشيد نيويارک ټايمز ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې د افغانستان سويل کې هلمند ولايت هغه ستراتيژيکه سيمه ده، چې د هر چا په لاس کې وي، د ټول سويل د فتحې او شکست دعوه پرې کولای شي.

احمد رشيد زياتوي، چې د افغانستان سويل کې د نورو ولايتونو په ګډون د هلمند ډېره برخه د طالبانو په لاس کې ده او کولای شي، چې هر وخت هر ځای وغواړي، پر بهرنيو او کورنيو عسکرو او دولتي ودانيو بريدونه او چاودنې وکړي.

د بريتانوي عسکرو پخوانی مشر جنرال پيټروال بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې دوی فکر کاو، چې د افغانستان لپاره يې د يو شمېر معلومو نظامي دندو لپاره عسکر په کار ګمارلي، مګر اوس په زغرده اعتراف کوي، چې دوی په خپلو اټکلونو کې تېروتي وو.

جنرال وال زياتوي، چې د هلمند ولايت پوځي مسؤوليت دوی سره و، مګر دی په دې خبره اعتراف کوي، چې د افغانستان په اړه د دوی اټکلونه او يرغل په بشپړه توګه غلط و او دی په زغرده وايي، چې دوی د هلمند پوځي ماموريت کې پاتې راغلي او هيڅکله دغه دعوه نه شي کولای، چې دوی خپل مسؤوليت ترسره کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د