ربه! مسرور درمل

مسرور درمل
ــــــــــــــ

ربه ! زړونه مو صفا کړه
ربه ! عفوه مو ګنا کړه
ربه ! ښکلی رحمت وکړه
ربه ! ذکر مو الله کړه
ربه ! جوړ راته راحت کړه
ربه ! ژوند مو جوړ هوسا کړه

ربه ! ربه !
ربه ! ربه !

ربه ! عشق دي رانصیب کړه
موږ روان دا ستا په لار کړه
ستا ددین مو کړه ساتونکي
او قرآن مو افتخار کړه
هر زړه ښه له نوره ډک کړه
ستا په مینه کې حصار کړه

ربه ! ربه ! …..

ربه ! ته رحیم غفار یې
ته غفو ر یې ای رحمانه
ستا رضا راته عطا کړه
زموږ رب غني سبحانه
زموږ سختۍ کړه رانه پورته
ای وارثه مهر بانه

ربه ! ربه ! …..

ربه ! ستا در ته راغلی
په جرمونو مې اقرار یم
ته خاوند درحمتو یې
زه عاصي یم ګنهګار یم
د رڼا په لاره راغلم
اوس ملنګ ستا د دربار یم

ربه ! ربه ! …..

ربه ! ستا صفات بې شمیر دي
زما قلم ترېنه ناتوان دی
مسرور طمعه د رحمت کړم
ستا په نوم مې زړه ودان دی
چې قربان دا ستا له دین شم
بس همد غه مي ارمان دی

ربه ! ربه ! …..

ـــــــــــــ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د