زما سنګسار وطنه ! اې زما خوار وطنه!

زما سنګسار وطنه !

اې زما خوار وطنه!

ستا زخمونه ټول

لا ناسور پاته دي

ستا د بچو په مړيو

دښتي ډكي سولې

ستا پيدا نه سو طبيب

نه دي غم خوار وطنه !

اې زما خوار وطنه !

خاوري دي ارمانونه سول

مړاوي دي ګلونه سول

بچيان دي يتيمان سول

بې كوره غريبان سول

نه دي دعا نه دي ښېرا قبلېږي

نه دي غوغا اورېدل كيږي

ته خپلو بچو وران كړې

هم يې خرڅ په بازارو كړې

بس هر چا كړلې په دار وطنه!

زما سنګسار وطنه!

اې زما خوار وطنه!

محيب رحمتي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.