بس دی دومره نصیحت په دا دنیا
دهالبروک ځای ناستی روژیرو: په افغانستان کې ددایمي هډو اراده نلرو …
ــــ رښتیا به یي هم نلرې ځکه
کوم زنده چي دمرده په قبرتېرشي ، بس دی دومره نصیحت په دا دنیا ! !
طالبان : کونړ خاص کې چاودني ۱ ټانګ ۳ عسکر له منځه وړي …
ــــ یاره ټوله دنیایي خاص کونړ بولي ، تاسولکه چي دلته هم نحوي اضافتونه ازمایئ ! !
تاند : عامر خان دسلمان خان ځای نیسي …
ــــ ودې نیسي زمونږ یي پرې څه !!
بي بي سي : هند او پاکستان کي ساړه ژوند سخت کړی دی …
ــــ په کابل کې ته وا AC ته خلک خوبونه کوي ؟؟
شهامت : دمولۍ خوړل لوږه زیاتوي …
ــــ دخوراک نړیوال سازمان (WFP ) دې خدای له دې رازه نه خبروي کنه دمولیو بیړه به ورغرقه کړي ، هغوی خو ځانونه په نړۍ کې دلوږې په خلاف سترمبارزین بولي !!
بي بي سي : نصیرالله بابر خاورو ته وسپارل شو …
ــــ نو خود به یې خاورو ته سپاره ، صابون خو به یې نه ترې جوړاوه !!
افغان اسلامي اژانس : دامریکا مرستیال ولسمشر په ناڅاپي سفر کابل ته ورسید …
ــــ کابل ته خو ددوی سفرونه ټول ناڅاپي وي ، کاشکې یو خو یې غیرناڅاپي هم کړی وای !!
دژورنالیستانو ددفاع ټولنه : دسرنوشت ورځپاني دمسؤل مدیر وحیدي نیول غیرقانوني دي …
ــــ نو ته وا دجاویدیازمي ،صمد روحاني او سلطان منادي وژل په قانون برابر وه !!
دسولې دشورا مشر استاد رباني : دپاکستان دوره مو ډيره ګټوره وه . . .
ــــ ضرور به ګټووه ،چې هوا معتدله وي ، ډوډۍ غوړه او دزړو یارانو دسترخوان ، نو ستا غوندې یو څوک نور څه له خدایه غواړي !!!