شعـــــرونه

د روژې مياشت: صالح محمد مسروري

صالح محمــدمسروری

درحمتونوډکي ستاورځي اوشپې مياشتي
دخدائ دلوري يې تحفه ای دروژې مياشتي

تاکي دخدائ بندګي يوپه اويااجرلري
دۍ بختورکه وکړي صلوت تسبيح مياشتي

ته درحمت اومغفرت اودنجات زېری يې
بندي کړي خدائ ددوږخونودروازې مياشتي

ته لکه درخته دخرمايې دحيات پرچينه
دنعمتونوڅخه ډکي ای خوږې مياشتي

يوه دقدرشپه دي غوره ده ترزرومياشتو
دومره درکړي خدائ بې ساري مرتبې مياشتي

ای مسروري هرروژه مات يې دۍ وړوکۍ اختر
جهان کي نشته ستاديوګلاس مزې مياشتي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x