توند باد او بړبوکۍ ۵۱ تنه امریکایان وژلي
دامریکا په اوکلوهما ایالت کې توندې سیلۍ او ګردباد سخت ځاني او تلفات اړولي دي ، رویټر اژانس دلومړنیو شمیرو له مخې وایي دې سیلۍ ۵۱ تنه وژلي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان کړي دي ، راپور وایي سیلۍ پراخ مالي زیان هم اړولی ، په څپل شویو سیمو کې ګڼ کورونه له منځه تللي ، دغه راز ډیر خلک په ځپل شوي سیمو کې بند پاته دي .
امریکایي چارواکي وایي ځپل شویو سیمو ته یې دمرستې کارکوونکی استولي ، ترڅو دزیان کچه معلومه او محصور خلک وژغوري ، دسیمې اوسیدونکي وایي داسې بړبوکۍ یې تردې پخوا نه وه لیدلې ، درسنیو به قول ددې باد اثرا آیوا او کانزاس ایالتونو ته هم رسیدلي دي ، خو دتلفاتو په اړه یي څه نه دي ویل شوي