ادبي لیکني

د حماسي ادبياتو بنسټونه « لومړۍ برخه»

شريف الله دوست سرواني

لومړۍ برخه

حماسي ادبيات ديو ټبر او ياهم يو کس د شهامت ،  مقاومت او زړه ورتيا په اړه ليکل سوي منظوم او منثور  متنونه دي چي ډېری يې په منظومه بڼه راوړل سوي او يوې ټولني ته پکي د يوه چا يا يوه لوی ټبر د غيرت ، شهامت ، مقاومت ، زړه ورتيا او نه ماتيدونکې شخصيت په هکله معلومات ور کول کيږي او دا د ټولنې لخوا د د زړه ورو سرښندونکو يوډول حق اداينه هم ده چي په وياړ يې د نوموړي د شخصيت اړوند پنځوني کيږي او راتلونکو نسلونو ته په ميراث ور سپارل کيږي زموږ ګران هيواد له لرغونې اريانا تر اوسني افغانستانه دحماسو د ټاټوبي په نوم ياديږي. هڅه سوې چي دحماسي ادبياتو  بنسټونو ته يوه لنډه کتنه هغه که په پښتو – دري ژبه کي دي او يا هم په نورو نړيوالو ژبو کي لنډه يادونه وکړو:

حماسه په لغت کې:

حماسه عربي کلمه ده ، دشجاعت ، زړورتيا او دلاوري په ماناده.

د حماسې ريښوي شننه :

حمس او حماسه  په عربي کې شدت او سختوالي ته وايې. چې له همدې ريښې څخه نوري کلمې هم راوتلي دي . احمس د سخت ځای ، زيږه او زړور سړي مانا ورکوي.

دعربو ځيني قبيلې لکه قريش او بني عامر چې د زيږه ، طبيعت او خشونت ، د درلودلو له امله دحمس په نامه يادېدلي . وروسته د زمانې په تېرېدو سره د (حماسې) دلغت په مانا وو کي کرار کرار تغير راغی او (حماسه ) د زړورتوب او شجاعت ، په مانا وکارو سوله.

حماسه په اصطلاح کې :

په ټوله کې حماسه له هغه ډول شعر او نظم څخه عبارت ده چې د زړه ورو پهلوانانو په ستاينه کښې ويل سوی وي. په عام مفهوم نژادي ، قومي او ملي افتخاراتو  ،زړورتيا وو او جګړيزو داستانونو ته هم حماسه وايې.

منظومه حماسه هغه ده چې په شعر او ښتې او راوړل سوی وي ،لکه : په پښتو کې ، هوتکنامه ، محمودنامه ،  احمدشاهي شاهنامه ، او دري کې فردوسي شاهنامه .

حماسي: حماسې ته منسوب هغه شعر ته ويل کېږي چي په جګړو کي د زړور، تورياليو او ننګياليو په ستاينه کې ويل سوې وي.

د حماسي تعريف :

 حماسه له هغه ډول ستايونکی متن څخه عبارت ده چې د قومي ، فردي ، وياړونو ، پهلواني او سرښندنو په ستاينه کې ويل سوې وي.

د حماسې تاريخي بنسټونه

حماسه يا ايپيک د يونان په ادب کي :

ايپيک ديونان په ادب کې ، دزړې يوناني ايپوس(2) څخه را وتلی ، چې د نقل او سندرې مانا ښندي.

خپله دا اصطلاح بيا دوې بيلي مانا وي لري :

لومړی : د ادب په تاريخ کې دولسې سندرو ، قصيدو او افسانو په مانا چې د اولس د نومياليو قهرمانانو دپيښو اړوند وي ،لکه د امير کروړ پښتو حماسه ، د لرغوني يونان دهومر حماسې، او نوري بېلګې چي وروسته به راسي. حماسه زموږ په ادبياتو کې په همدې مانا پيژندويه ده.

دوهم : د ادب په تيوري (نظريه) کې ، داهغه ډول يا ژانرته ويل کېږي چې په هغه کې د انسان کړو وړو په اړوند کيسه ، بيان او انځور نغښتی وي ، په دې مانا چې زموږ ترنظر دژوند دکومې پيښې ، ديوه قهرمان دمقدارتو او غښتلتيا ، مبارزې او مقاومت په باب څه تېرسوي وي ، چي په دې ځای کې زموږ موخه دحماسې تيوري ده، نو د ادب په  تيوري کي حماسه داسي تعريف کو و:

((حماسه په بديعي ادب کې داسي پيل دی چې د يوه انسان دکړو وړو اوکرکټر هغه ډير اړخونه په کي منعکس وي چې د يوه ځانکړي غښتلتيا ، شهامت او زړه ورتيا ښکارندوی وی ، ځانګړي موضوع ، ځانکړی پيل اوپای ولري)).

پایليک:

: په سانسګريټ کي حماسې ته ايتاس او په اويستا کي ورته هسواچ وايي . ( دهخدا لغاتنامه)[1]

[1]ــ Epos.

 : په سانسګريټ کي حماسې ته ايتاس او په اويستا کي ورته هسواچ وايي . ( دهخدا لغاتنامه)[1]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x