افغانستان

برېښنا وزارت : هلمند کې پُله باغ بند رغول کيږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل):د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال امان الله غالب رسنيو ته ويلي چې هلمند ولايت کې د هلمند پر سيند د پُله باغ بند د جوړولو پلان لري .

پُله باغ بند د کجکي برېښنا بند په ۷۰ کيلومترۍ کې د ګرشک بازار ته څېرمه موقيعت لري .

پُله باغ بند به له ډېزاين وروسته ورغول شي ، ويل کيږي ياد بند د ۹۰ مېګاواټه برېښنا توليد توان لري .

د برېښنا وزارت مرستيال وايي د پُله باغ بند د جوړولو لپاره پيسې منظوري او چمتو دي او په نژدې راتلونکي کې به د بند رغوني چاري پيل شي

پُله باغ بند ته څېرمه په ډېر لږ ساحه کې واکمني د طالبانو ده او شاوخوا سيمي دا مهال د طالبانو تر جدي ګواښ لاندي دي خو طالبانو وړاندي په خپلو خبرپاڼو کې ویلي چې دوی د ورته ملي پروژو ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x