نړۍ

شهید تیمورلنګ ساراناییف خاورو ته وسپارل شو

رویټر اژانس دامریکایي چارواکو په حواله راپور ورکوي چې همدانن پنجشنبه د می په نهمه یې د امریکا په ماسوچست کې د امریکایي پولیسو په ډزو  شهید شوی  شیشانی تیمورلنګ ساراناییف خاورو ته سپارلی .

امریکایي چارواکو دنوموړي ددفن ځای نه دی په ډاګه کړی ، او ویلي یې دي چې په راتلونکې کې به هم دنوموړي ددفن ځای په ډاګه نه کړي ، تردې وړاندې امریکایي چارواکو ویلي وو چې دتیمورلنګ د دفن ځای به ځکه په ډاګه نه کړي ترڅو مسلمانان دنوموړي قبر ته ورنشي او دغه ځوان شیشانی نورو ځوانانو ته په روحاني مرجع بدل نه شي .

څه موده وړاندې دامریکا په باسټن کې چاودنې وشوې چې وروسته یې پړه په دوو شیشاني وروڼو واچول شوه ، ددې وروڼو مور زبیدې ساراناییف ویلي چی له زامنو سره یې ظلم شوی دی ، ددې دوو شیشاني وروڼو کشری یو جوهر ساراناییف دامریکایي پولیسو په توقیف کی دی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x