ادبي لیکني

د مولانا روم ياد  

قاري سعید

یادونه : دالیکنه په ۲۰۰۷م کال کې لیکل شوې چې د موضوع د اهمیت له امله یي بیا نشر ته سپارم، تر څو د مولانا جلال الدین محمد بلخي او د هغه د اثر مثنوي په پیژندلو کې له لوستونکو سره همکاره شي. لیکوال

مولوي، مولانا، مولوي روم، جلال الدين محمد بلخي اوبالاخره جلال الدين رومي. داګرد سره هغه نومونه دي چې نن سبا ددې خاورينې نړۍ په بېلا بېلو برخوكې دبېلا بېلو انسانانو په ژبو اوړي را اوړي ، خو مطلوب يوشخص دى هغه خرقه پوش ملنګ چې له نن څخه په سوونو كاله وړاندې دپردېسۍ اوغربت په دیار كې له نړۍ سره مخه ښه كړې .

كه سړى لږ ځير شي بېخي دنه منلو ده دساينس اوماديت په دې عصر كې چې انسان له يوې خوا دساينسي پرمختګ په بوخته كې داستدراج تركچې مستغرق دى اوله بلې خوا دسياست اونړيوالتوب لوبو آرام پرې درولى نو دې اودې ته ورته سرګرميوته په پام سره به يو عادي انسان څومره وزګار وي چې پوره كال يوه ۸۰۰ كاله وړاندې تېرشوي دروېش ته دعقيدت اومننې په نذرانه كولو تېر كړي ؟

خو سږكال همداسې وشول ۲۰۰۷ ع كال دملګروملتوننو كلتوري اوتعليمي ادارې ( يونسكو) دمولاناى روم دزېږېدنې د ۸۰۰ كليزې په وياړ دمولانا په كال ونوماوه چې په دې توګه يې داسلامي نړۍ ددې عالمګير شخصيت ارادتمندانوته دنوموړي ديادتازه كولو موقع په لاس وركړې . د۲۰۰۷ زېږيز كال له پيله بيا دادى تر پايه پورې دنړۍ په ګوټ ګوټ كې دمولانا په ياد غونډې اوكنفرانسونه جوړ شول .

له نيوياركه نېولې بياترجاګارتا اوكوالالمپوره له سډني نيولې ترانقرې اولندنهپورې اوبالاخره تركابل، تهران اودوشنبې پورې دابهير ښارپه ښار اواولس په اولس وګرځېد چې لاهم روان دى دمولانا له وفات پېړۍ پېړۍ وروسته دهغه په اړه دننيو انسانانو داډول خلوص نيت اوپه جغرافياوي اوايډيالوژيك لحاظ دنوموړي دمقبوليت پراختيا راپه ګوته كوي چې مولانا دنړۍ له هغو نوابغو څخه دى چې حتى منكران يې هم په کمال اونبوغ داعتراف سرونه ښوروي .

مولانا په خپل شاهكار اثر مثنوي كې يهود يوذليل اوبدبخت قوم بللى اوبيا بيا يې هغوى غندلي ، خو ديوه غربي مولاناپیژندونکي دويناله مخې همدا اوس امريكايي يهودان دمثنوي ژباړه په همدومره مينه لولي لكه مسلمانان يې چې لولي ، دمولانا مشهور اثر مثنوي چې لومړى ځل په ۱۸۰۰ميلادي كال انګليسي ته ژباړل شوی له هغه راپدېخوا تراوسه ۴ ځله په نوي انداز ژباړل شوى ، چې نور مينوال يې ورمات كړي دي دمولانا په اړه به دماشهدت به الاعداء په توګه دفرانسوي فيلسوف برګسون پدې تبصره خپله خبره بشپړه كړو چې وايي : مولوي دخراسان له نامتو مفكرينو څخه دى اومثنوي يې يوله هغو ارزښتناكو آثارو څخه دى چې تراوسه انسان په ميراث پرې اېښى دى .

څرنګه چې مولانا پېژندنه او مولانا څېړنه يواوږد اوژور بحث دى نو ځكه ددې ليكنې پرمهال ماته ديوه فارسي شعر دانيم بيته راپه زړه كوي چې : تويى چوكوه ومن كاه در برابر تو ــ خودمولانا دزېږېدنې دكال دلمانځلو اودنوموړي دمينوالو دتندې خړوبولو په پارموتريوڅو عنوانونو لاندې هڅه وكړه چې دعشق ددې بې كنارې سمندر دژوند ليك ځينې برخې درته وړاندې كړو .

زېږېدنه اوكوچنيتوب .

مولانا په غالب احتمال د۶۰۴ هـ ق كال دلومړۍ خور په شپږم سهار چې ۱۲۰۷ م دستمبر له ۳۰ سره سمون خوري دافغانستان دبلخ په ښار كې دنياته راغى ، پلاريې سلطان العلماء بهاءالدين ولد نوميده چې دخپل وخت ستر عالم اوصوفي و، دمولانادنسب لړۍ په نهمه كړۍ كې داسلام لومړي خليفه حضرت ابوبكر صدیق رضی الله عنه ته رسيږي .

څنګه چې دمولانا په څېره كې لا له كوچنيوالي د کمال نښې ښكاره وې نو ځكه يې پلا خپل يودقطب پوړۍ ته رسېدلى مريد سيدبرهان الدين ترمذي دده په روزنه وګوماره ، دچنګېز يرغل له سلطان خوارزمشاه يا امام فخرالدين رازي سره دنظر اختلاف اوياكوم بل سبب ددې لامل شو چې يوه ورځ دمولانا پلار خپلو مريدانو ته اعلان كړه چې: فردا عزم سفر است هركرا ارادت دروېشان است اماده باشد .

مولانا لاكوچنى ؤ چې له خپل پلاره سره د۳۰۰ اوښانو په قافله كې له بلخ څخه دبغداد په خوا مهاجر شول په لاره كې يې په نېشاپور كې دفارسي ژبې له وتلي شاعر اوصوفي شيخ عطارسره وليدل چې دمخه ښې په مهال يې دمولانا پلارته وويل : اين فرزند را ګرامى بدار زود باشد كه ازنفس ګرم آتش برسوختګان عالم زند . دعلماء اوروحانينو داكاروان چې كله بغداد ته ورسيد خلكو يې تود هركلى وكړ خودڅه وخت له تېرولو وروسته دمولانا پلار دبيت الله شريفې عمرې ته لاړ له هغه ځايه بېرته دشام په لوري راوګرځيد چې په دې وخت كې دمولانا مربي سيدبرهان الدين ترمذي وفات شو ، له هغه وروسته يې څه وخت په آذربايجان نومي ځاى كې تېر كړ ترڅو دروم دسلجوقي سلطنت دپاچا علاءالدين كيقباد په ځانګړې بلنه دروم هيوادته ورغى اودقونيې په ښار كې مېشت شو دمولانا پلار سلطان العلماء دلته هم خپله دتعليم اوارشاد لړۍ جاري وساتله ترڅو په ۶۳۱ هـ ق كال كې وفات اوځوان زوى جلال الدين محمد يې دارشاد اوافتاء په مسند كېناست .

مولانا دمفتي اومدرس په توګه

دمولانا له خپلو څرګندونو داسې برېښي چې دپلار له وفات وروسته يولړ مسؤليتونه ور له غاړې شول كه له يوې خوايې خپلو پاته زده كړو اوروحاني ترقي ته وده وركوله له بلې خوا دمراجعينو اوشاګردانو بېروبار اودبادشا اعزازاتو هم بوخت ساتلى ؤ هغه په دې وخت كې ديوه متبحر عالم په دريځ كې وه چې بايد دخلكو مشكلات يې ور رفع كړى واى.

مرده بوم زنده شدم، ګريه بودم خنده شدم
دولت عشق آمد، ودولت پائنده شدم

ددې شعر په راتلونكو بيتو كې نوموړى خپل هغه حالت انځور كړى چې دى وړاندې پكې راښكېل و .
شمس الدين تبريزي څوك ؤ ؟

دمولانا دژوند اوفن زياتره څېړونكي په دې اند دي چې دقونيې ديوه مفتي اوناپېژندويه ملا جلال الدين محمد په مولانا كېدوكې كليدي رول دهغه دمرشد شمس الدين تبريزي ؤ دشمس ترديدار وړاندې مولانا يواځې دمروجو علومو يوماهر ملا ؤ چې ښايي په هغه وخت كې به ترده اوچت علماء موجود ؤ خو دادشمس تبريزي تلقين اولاسنيوى ؤ چې مولانا يې دعشق اورحانيت په يوه ناپايه سمندر واړاوه .

شمس الدين محمد چې په شمس تبريز يې شهرت وموند دفارس دتبرېز ښار ديوه سوداګر زوى ؤ چې خداى پرې دمعنوي نعمتونو باران په شېبو شېبو ورولى ؤ نوموړي دخپل وخت دلوى بزرګ بابا كمال الدين جنیدي مريد ؤ چې دطريقت لړۍ يې ترجنيد بغدادي اومعروف كرخي رحمهمالله پورې رسېدله .

ديوه عارفانه رويداد ترپېښېدو وروسته شمس ته خپل مرشد فرمايلي ؤ چې :ترا بايد به طرف روم رفت درآنجا سوخته ايست مى بايد اورا مشتعل كرد ـ شمس تبريزى روم ته لاړ دقويني ښارد شكر فروشانو په كوڅه كې يې مولانا وليد چې په اوښ سپور اودخلكو دازدحام په بدرګه له ښاره تېرېده په خپل ځانګړي ليد يې هغه وپېژاند او ورسره ملاقي شو .

ترروغبړ وروسته يې څوداسې پوښتنې ترې وكړې چې مولانا ته يې ټكان وركړ : ياامام المسلمين بايزيد بزرګتربود یا … ؟ غرض ازمجاهده ودانستن علوم چيست ؟
اومولانا ځان بايلود …
خنك آن قماربازى كه بباخت آنكه بودش
بنماند هيچش إلا هوس قمارديګر

مولانا په دې بیت كې هغه حالت ته نغوته كوي چې دشمس له ارادت وروسته دى پكې راښكېل شو ، دشمس مينې اوارادت مولانا داسې ورسره واخيست چې په نه اټكلېدونكي توګه يې خپل ټول ماضي ته شاكړه دافتامسند ،دمراجعينو ازدحام اودشاهي اعزازاتو مراتب ېې پرېښودل اويواځې يې دتبرېز ديوه پردېس ملنګ رحم اوكرم ځان ورسپاره .

مولانا دخپل دې غير معمولي اقدام دتوجيه كولو په هڅه كې په بيا بيا داوايي چې د شمس په ارادت كې يې هغه څه موندلي چې دده معترضين يې له تصور څخه هم عاجز دي .

هزاران درج در دارد بناګوش ضمير من
آزان الفاظ وحى آسماى شكربار شمس الدين
زعقل وروحها بګذر حجاب عقل برهم در
دوسه منزل آزانسو تر ببين بازار شمس الدين

خودشمس اومولانا په وصال به لا ۶ مياشتې نه وې اوښتې چې دمولانا دپخوانيو شاګردانو په شمول يوشمېر ظاهربينو دشمس په ضد احتجاج پيل كړ چې يو په نس وږى اوپښې لوڅى سوالګر راپورته شوى دمسلمانانو راهنمايې بې لارى كړ .

له همدې وجې شمس الدين اړ شو چې بېرته تبرېز ته ستون شي خومولانا يې هم ترډېره دفراق تاب رانه ووړ نوځكه يې په يوه قافله كې دشمس په لټه دتبرېز لار ونيوله . داجريان مولانا په خپل غريو نيولې لهجه داسې بيانوي : ساربانا باربكشازاشتران ــ شهر تبريز است وكوى دلستان
فر فردوس است اين پاليز را ـــ شعشعۀ عرش است اين تبريز را

شمس سره له دې چې دمولانا په ټينګار يوځل بيا قوينې ته راستون شو خودڅه وخت له تېرولو وروسته داځل دشام په خوا لاړ چې مولانايې تر ۲ كالو په فراق كې ستي شو ، مولانا داځل خپل زوى بهاء الدين محمد دشمس په لټه پسې شام ته ولېږه ترڅويې بياقوينې ته له ځان سره راولي :

برويد اى حريفان بكشيد يارمارا
بمن آوريد اخر صنم ګرېزپارا

دشمس په راستنېدو مريد او مرشد يوځل بيا دخلوت په دنياكې په يوه اوبل كې ورك شول خوداځل تقدير ددې دوو مينانو داوصال وروستى بللى ؤ درواياتو له مخې د ۶۶۱ هـ ق كال په يوه تپاره شپه شمس تبريزي ديوشمېر كينه ګرو خلكو په لاس ووژل شو چې مولانا يې دغم اوفراق له بارسره يواځې پاته شو.

مثنوي اودمولانا دژوند وروستۍ شېبې :

‘ ابن اخي ترك ‘ چې په حسام الدين چلپي سره هم مشهور دى دمولانا له شاګردانو اومريدانو څخه ؤ ده ليدل چې مولانا دشمس په عشق اوفراق كې په يوه سرپټي اتش فشان بدل شوى چې دمينې داور لمبې يې ورو ورو له قابو كېدو وځي نوځکه يې يوه ورځ وپتېيله ترڅو مولانا ته ووايي چې كه دى هم دشيخ عطار دمنطق الطير په وزن يوه مثنوي وليكي. په سبايې چې كله داخبره مولانا ته وكړه هغه ورته په ځواب كې وويل تېره شپه چې تا په دې اړه سوچ كاوه زه پرې الهاما پوه شوم نوسمدستي مې له زړه څخه دابيتونه راپورته شول :

بشنو ازنى چون حكايت ميكند … تر… پس سخن كوتاه بايد والسلام ، چې دمثنوي دپيل ۱۸ بيتونه دي ، له همدې سره دمولانا له سينې څخه د” لدني ” حقايقو اومعانيو سمندر په څپو شو. هره شپه بۀ مولانا دمثنوي بيتونه ويل حسام الدين چلپي به هغه ليكل اويادول اوسهاربه يې دمريدانو په مجلس كې اورول ، يوه ورځ حسام الدين مولاناته وويل كله چې ته مثنوي وايي نوزه ستاله خولې راوتونكي الفاظ دغيبي تورو اونېزو په شكل وينم چې دحق دمنكرانو اورمېږونه پرې كوي مولانا ځواب وركړ :

دشمن اين حرف ايندم در نظر
شد ممثل سرنګون اندر سقر
اى ضياء الحق توديدى حال او
حق نمودت پاسخ احوال او

دمثنوي ويل اوليكل په همدې شكل روان ؤ چې دلومړني دفتر په بشپړېدو سره يې دحسام الدين چپلي مور وفاته شوه چې ډېر پرې متاثره شو نو ځكه مثنوي معطله شو تر ۲ كاله ځنډ وروسته مولانا دوهم دفتر په دې بيتونو پيل كړ :

مدتى اين مثنوى تاخير شد
مهلتى باايست تاخون شير شد

تردې وروسته دمثنوي ليكل بې له خنډ اوځنډ څخه روان ؤ خوشپږم دفتر يې لانه ؤ بشپړ شوى چې مولانا سخت ناروغ شو چې دهمدې ناروغۍ له امله مولانا په ۶۷۲ هـ ق د ۶۸ كالو په عمر دقوينې په ښاركې وفات اوهمدلته خاوروته وسپارل شو .

مولانا وفات شو خومثنوي يې ديوه داسې اثر په توګه په ميراث پرېښوده چې ورسره دده نوم هم تلپاتې اوعالمګير شو. مولانا د ديوان شمس ، فيه مافيه ، مجالس سبعه ، مكاتب اورباعياتو په نامه آثار هم لري خوخپل له عشق اومينې نه لبرېزه زړه يې په مثنوي كې تش كړى ، نوځكه خو يې داسلامي نړۍ ستر عالم اوعارف مولانا عبدالرحمن جامي دې ته اړ كړ چې ووايي :

مثنوى معنوى مولوى ــــ هست قرآن برزبان پهلوى

مولانا په مثنوي كې دخپلې زړه دخبرې كولو لپاره يوډېر زړه وړونكى طرز غوره كړى نوموړى یوعادي داستان پيل كړ ي چې وروسته ترې انكار ناپذير حقايق راوباسي .

په مثنوي كې ټول ۲۷۰ داستانونه ۴۳ تمثيلات اونور بې حسابه حقايق اواسرار په ۱۶ زره بيتونو كې منظوم شوي دي .

څرنګه چې دمولانا دژوند او آثارو څېړنه اوس په يوه نړيوال بهير باندې اوښتي نوځكه يې د ژبو اوكلتورونو پولې نړولي دي ، نږدې دنړۍ ټولو ژونديو ژبوته دمولانا آثار ژباړل شوي دي اوپه دې برخه كې نوموتو ليكوالو لا له ډېر پخوا كار پيل كړى دى .

دمولانا دژوند اواند په څېړونكو كې شيخ حسين خوارزمي، شيخ عبداللطيف مولانا عبدالرحمن جامي، ملاعلي قاري ، علامه شبلي نعماني ،مولانا اشرف علي تهانوي، بحر العلوم عبدالعلي، علامه اقبال لاهوري، بديع الزمان فروزان فر، صادق ګوهرين ، حسن بوجل، كريم سروش ، عبدالحسين زرين كوب ، احمددانش ، احمد
علي كهزاد اوجلال الدين همائى ديادونې وړ دي .

په غربي څېړونكوكې هرمان رينو لډ نيكلسون اوالماني شاعر ګويته په دې برخه كې كار كړى دى دمولانا داتلپاته اثر مثنوي لا له ډېر پخوا په ديني تدريسي حلقو كې ديوه معتمد كتاب ځاى خپل كړى ؤ ، نوځكه به په مدرسوكې درساً لوستل كېده اوپه خانقاوو كې به اورول كېده .

دمولانا د شخص او د نوموړي د شهکار اثر مثنوي په اړه د دده زوی بهاء الدین محمد خپل قضاوت په لاندې بیت کې خلاصه کړی دی.

من نه ميګويم كه آن عالى جناب
هست پيغمبر ،ولى دارد كتاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x