ورزش

سویلي افریقا له استرالیا څخه په ۳۶ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د دریو هیوادونو تر منځ د یوه ورځنیو سیالیو لړۍ څلورمه لوبه د استرالیا او سویلي افریقا تر منځ وه چې دغې لوبې کې سویلي افریقا د استرالیا په وړاندې ماتې خوړه.

د استرالیا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. استرالیایۍ لوبډلې په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۸ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره وارنر په ۱۲۰ توپونو د یولسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۰۹، خواجه په ۷۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۹ او سمیت په ۴۹ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د سویلي افریقا لپاره عمران طاهر دوه او ایبټ، روبادا، پارنېل او فنګیسو یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې سویلي افریقا غوره توپ وهنه پیل کړه خو وروستي لوبغاړي په ډیرو لږو منډو وسوځیدل. سویلي افریقا په ۴۷.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۲ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لپاره ډوپلیسېس په ۷۵ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۶۳، هاشم امله په ۶۴ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۰، ډومیني په ۳۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ او ډيویلییرز په ۳۲ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۹ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې سټارک، هذلووډ او زامپا درې درې ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x