فلوريډا کې د همجنس پرستانو پر نايټ کلب بريد شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د امريکا فلوريډا ايالت ارلينډو ښار کې د همجنس پرستانو پر نايټ کلب بريد کې ګڼ کسان ټپيان شوي دي.

وروستي راپورونه وايي، چې بريدګر اوس هم په نايټ کلب کې دی او د کلب دننه خلک يې يرغمل کړي دي،
د همجنس پرستانو دا کلب پلس کلب نوميږي. د کلب په رسمي فيسبوک پاڼه کې راغلي، چې هر څوک دې د خپل ځان ساتنه په خپله وکړي او خوندي ځای ته دې ځان ورسوي.

د کلب مسوولينو ليکلي، چې کلب کې ګڼ کسان پر ځمکه پراته دي او هر څوک، چې کولای شي، له کلب څخه دې ځانونه خوندي ځايونو ته وباسي.

اينتوني ټوريس په نوم يو بل تن ليکلي، چې دی هغه مهال په کلب کې دننه و، دی وايي، چې په خپله يې د ډزو او اوازونه اورېدلی او د خلکو چېغې يې اورېدلي دي.

ځايي خبريال سټپوراټ مورنې په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې بريدګر اوس هم په کلب کې دننه دی او په ځان پورې يې بمونه تړلي دي.

ځايي خبريالان وايي، چې تر اوسه له شلو زيات کسان ټپيان شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د