نړۍ

په امریکا کې بله چاودنه – لسګونه تنه مړه سلګونه زخمیان شوي

دامریکا دټکساس ایالت په ویسټ سیمه کې د سرې جوړولو په یوه فابریکي  کې درنې چاودنې په لسهاوو خلک وژلي ، او سلګونه نور ټپیان دي ، تراوسه معلومه نه ده چې چاودنه څرنګ رامنځته شوي خو ویل کیږي ، دکیمیاوي توکو فابریکه  منفجره شوې او شاوخوا کورونو کې یې ډیر خلک وژلي دي .

 

امریکايي چارواکي وایي سیمې ته یې چورلکې او امبولاسونه لیږلي ترڅو زخمیانو ته نجات ورکړي ، د روغتون یوه چارواکي رسنیو ته ویلي اکثره کسان سخت سوزیدلي چې کیدای شي دمړینې تعداد ورسره لوړ شي .

تراوسه نه دي ویل شوي چې چاودنه څرنګه رامنځته شوې ، باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې هم دامریکا په باسټن کې بمي چاودنو ګڼ کسان ټپیان کړي وو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x