نظــر

مولانا جلال الدین محمد بلخی لومړې د افغانستان او بیا د ټولو دی!

احسان الله ارينزی

په دې ورځو کې، په رسنیو کې داسې وینو او اورو چې د افغانستان دوه دوست هېوادونه، ایران او ترکیه، غواړي چې د حضرت مولانا جلال الدین بلخي خورا نامتو کتاب (مثنوي معنوي) په (یونسکو) کې د خپل ګډ فرهنګي میراث په توګه ثبت کړي.

هغه څه چې د لمر په څېر روښانه دي، دا دي چې مولانا جلال الدین بلخی د مولانا محمد بن حسین خطیبي (مشهور په بهاوالدین ولد سلطان العلما) زوی، په کال 604 هـ.ق کې په بلخ (د مزارشریف اوسني ښار ته نژدې) کې زېږېدلی او په غالب ګومان شپږ کاله په خپل کلي کې پاته شوی.

مولانا محمد بن حسین خطیبي د خپل وخت له نامتو مشرانو او علماوو څخه و. دی په کال 610 هـ.ق کې ځکه له بلخ څخه وخوځېد چې ځینې چارواکي او په تېره بیا واکمن محمد خورازمشاه ورسره مخالف او د چنکیز خان یرغلونه پیل شوي وو.

مولانا محمد بن حسین خطیبي لوړه(قسم) کړی وه تر څو چې محمد خورازمشاه په واک کې دی، بېرته به خپل وطن ته نه ستنیږي. محمد بن حسین له خپلې کورنۍ او ماشوم زوی سره د نیشاپور په لار، بغداد، مکې معظمې او شام ته لاړ او هلته مېشت شو؛ خو وروسته د علاوالدین کیقباد په بلنه ترکیې ته وخوځېد، قونیه یې غوره وبلله او زوی یې محمد جلال الدین بلخي خپل تلپاته آثار هملته ولیکل.

مولانامحمد جلال الدین بلخي د معنویاتو، اخلاقو او فکري شتمنۍ سمبول دی. مولانا په جغرافیه کې نه ځاییږي، د ټولې انساني نړۍ ګډه شتمنۍ ده، د (مالکیت) له پولو بهر بلل او عالمګیر دی.

ایرانی علماوو او پوهانو په تېره نژدې یوه پیړۍ کې د مولانا د آثارو د موندلو، څېړلو، تحشیه، تعلیق او خپرولو په برخه کې نه ستړي کېدونکې کارونه کړي او چې رښتیا ووایو، مولانا یې په افغانانو او نړیوالو پېژندلی!

موږ د افغانستان خلک که مولانا پېژنو، د هغه کارونو او څېړنو له مخې یې پېژنو چې نورو کړي. په افغانستان کې دوو کسانو په حضرت مولانا کار کړی. یو استاد خلیل الله خلیلي او بل استاد واصف باختري چې یو په حق رسېدلی او بل اوس هم په سترو پنځونو (تخلیق) بوخت دی.

د حضرت مولانا نژدې ټول علمي او عملي ژوند په ترکیه کې تېر شوی، رومي تخلص کوي او هملته ښخ دی. په قونیه کې د مولانا مزار اوس د زرګونو مینه والو او سیلانیانو زیارت ځای دی چې د دغه ستر انسان شخصیت، پوهې، اثارو او افکارو ته د عقیدت ګلونه وړاندې کوي.

یونسکو کال 2008 د ترکیې په وړاندیز د مولانا د کال په نامه نومولی و.

خو ترکیه او ایران له دې ټولو ښېګڼو او ستاینو سره- سره دا حق نه لري چې (مثنوي معنوي)، د مولانا لوی اثر، د افغانستان له خبرتیا پرته د خپل ګډ میراث په توګه د ځانونو په نامه ثبت کړي!

(مثنوي)، (دیوان شمس)، (رباعیات)، (فیه مافیه)، (مجالس سبعه) او (مکاتیب) د حضرت مولانا کتابونه دي. د مولانا د پلرني کور او نامتو مدرسې (سلطان العلما) ړنګې ودانۍ اوس هم مزارشریف ته نژدې، د هغه کسانو له سترګو اوښکې بهوي چې د مولانا په ارځښت پوهېږي. ترکیې ژمنه کړې وه چې دا ودانۍ به ورغوي؛ خو تر اوسه دا کار نه دی پیل شوی؛ لکه چې سیاسي مخالفتونه شته.

اوس هالیوود ملا تړلې چې د مولانا فلم جوړ کړي. هالیوود پخوا د ابوعلی سینا بلخي فلم هم جوړ کړی و. هالیوود هونره مادي، فکري او لوژستیکي ظرفیت لري چې د مولانا ګټور ژوند او آثار د اوسنیو او راتلونکو نسلونو مخې ته کېږدي.

که څه هم چې افغانستان د ایران او ترکیې د هغه هڅو په هکله په ځنډ غبرګون ښودلی چې غواړي د مولانا (مثنوي) د خپل ګډ کلتوري میراث په توګه په یونسکو کې ثبت کاندي؛ خو کب چې هر وخت له اوبو ونیسي تازه دی!

د افغانستان ګران لیکوال نجیب منلی صیب لیکي چې د حامد کرزي حکومت په یونسکو کې زموږ دایمي استازي ته ځکه تقاعد ورکړ چې عمر یې له اویا اوښتی و؛ خو په ځای یې یو بل داسې نازولی پیدا کړ چې اتیا کلن و، نیمه ورځ به په کور کې ویده و او نیمه ورځ په دفتر کې!

داکتر اشرف غنی چې ډېر مقتصد سړی دی، په یونسکو کې د افغانستان استازیتوب لغو کړ او چارې یې په
پاریس کې افغاني سفارت ته وسپارلې.

منلی صیب لیکي کله چی یونسکو د کوم نړیوال میراث په هکله پرېکړه کوي، په میاشتو- میاشتو پرې ژغیږي. ایران او ترکیې چې د مولانا مثنوي معنوي ځان ته منسوبوله، هرومرو یې څو میاشتې د خپلې غوښتنې د پروسس له پاره کار کړی او زیار ګاللی او دا هغه وخت و چې یا به د افغانستان اتیا کلن استازی په کور یا دفتر کې ویده و او یا به دفتر چور بند شوی و!

وایي چې یو وخت د یو ګاونډي هېواد پوځي الوتکه د افغانستان له پولې څخه رااوښتې وه، سرحد ساتونکي سرتیري ټوپک پورته کړی و چې ډز پرې وکړي؛ خو فکر یې کړی و چې ښه به دا وي چې دلګي مشر په موضوع خبر کاندي. دلګی مشر دا موضوع له خپلې سویې پورته ګنلې او ټولې مشر ته یې مخابره کړې وه…
ټولې مشر، کنډک مشر، غنډ مشر، فرقه مشر، قول اردو، د دفاع وزارت او په پای کې د هېواد لومړی نفر!
شپږ میاشتې وروسته همغه لومړنی سرتیري ته یو مکتوب ورغلی چې ډز پرې وکړه!!!

که څه هم چې په یونسکو کې د ایران او ترکیې د ګډ کلتوري میراث په توګه د مثنوي د ثبت کارونه پخوا پیل شوي او کېدای شي چې ډېر پر مخ تللي وي؛ خو کلکه تمه شته چې د افغانستان د خلکو اعتراضونه به ځای ونیسي او یونسکو به دې ته متوجه کاندي چې د مولانا په برخه کې د افغانستان هیرول ډېر حقوقي او منطقي بار نه لري.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
dr. ahmad saqibafridi

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
هیله ده دصحت او عفیت جامی په تن ولری ،
الله ج دی ستاسو دانه ستړی کیدونکی مبارزه قبوله کړی ، چی تل مو ده ولس مخ ته دحقایقو هنداره ایښی ده ، او هیله کوم ! زما بلنه قبوله کړی ،

dr. ahmad saqibafridi

ستاسو تبصره به د نشر تر مخه د مدیر له خوا وکتل شي. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ! هیله ده دصحت او عفیت جامی په تن ولری ، الله ج دی ستاسو دانه ستړی کیدونکی مبارزه قبوله کړی ، چی تل مو ده ولس مخ ته دحقایقو هنداره ایښی ده ، که څه هم مونږ په نامه ده بیان ازادی لرو مګر ده محدودو کسانو لپاره چی ده پردیو ګټو لپاره کار کوی ،چی ده تلویزونی شبکو او راډيوی پروګرامونو په لیدلو سره یی دا له ورایه ښکاری چی هم ده خپل ولس په مقابل کي ده غرب فکر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x