سميع الله تړون

تاته دې درپاتې شي: تړون

سمـيع الله تړون

جوړ دې په ماڅلى شي تاته دي درپاتي وي
شور به مې لږغلى شي تاته دي درپاتي وي

مينه کړه مزې کوه خانده رقيبانو ته
ورک دې دغه کلى شي تاته دي درپاتي وي

اخلي انتقام له تا خوار ملنګ يې مه بوله
زوړ ګريوان ګنډلى شي تاته دي درپاتي وي

مينه دې ميراته کړه ميم دې که په واو بدل
څوک دغه لوستلى شي تاته دي درپاتي وي

نه راکوي خوله جانان وايي تړون نه ژاړي
نور هم لا ژړلى شي تاته دي درپاتي وي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د