افغانستان

کوهاټ: افغان مهاجرینو ته امر شوي چې تر اختره کاروبارونه ختم کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د کوهاټ سیمه‌ییزو چارواکو افغان مهاجرینو ته تر کوچني اختره وخت ورکړی چې خپل کاروبارونه ختم کړي.

په کوهاټ کې افغان مهاجرین لاسي ګاډي او کرایي دکانونه لري او له همدې خپله ورځنۍ نفقه پیدا کوي.

ډان نیوز انګلیسي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د کوهاټ سیمه‌ییز مشر تیمورعلي خان له افغان مهاجرینو غوښتي چې د زوړ جیل ګراونډ سیمې سستا بازار (ارزان بازار) ته د روژې پر مهال انتقال شي.

یاد پاکستاني چارواکي ویلي چې د کوهاټ سیمه‌ییز پاکستاني مشران چې د خپلو دکانونو مخې يې افغان مهاجرینو ته په کرایه ورکړي د دوی د ژغورولو لپاره یو ځل بیا میدان ته راکوز شوي دي.

هغه ویلي چې «ټول افغان مهاجرینو ته مو تر کوچني اختر پورې وخت ورکړی دی، تر دې وروسته به هېڅ غیرملکي کس ته په دغه سیمه کې د اوسیدو اجازت ورنکړل شي».

له افغان مهاجرینو سره د پاکستاني چارواکو ناوړه او تبعیضي چلند کومه نوې خبره نه ده، تر دې وړاندې هم سلګونه ځل افغان مهاجرینو کاروبارونه په زور ختم کړل شوي او هم له سیمو ویستل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x