نړۍ

امریکا دشمالي کوریا تر ګواښ وروسته خپله دفاع مضبوطوي

http://aazan.net/images/news/130327190928_north_korea_kim_jong_un_304x171_afp.jpg

دسپینې ماڼۍ یوې  ویاندې کیتلین هایډن رسنیو ته ویلي چې دشمالی کوریا تر ګواښونو وروسته امریکا په خپله دفاع له سره غور کوي ،  هایډن ویلي امریکا دشمالي کوریا  دتوغندیز رسد په سیمه کې په خپل رادار او توغندیز ډال  سیستم له سره کتنه کوي  ، دغه راز د وړاندیني خبرداري  الات هم اماده کوي ، ترڅو دشمالي کوریا داحتمالي برید په وخت ترې استفاده وشي .

د سپینې ماڼې ویاندې وویل  ( موږ دشمالي کوریا ګواښونه جدي نیسو  که څه  هم  شمالي کوریا دپوځي برید دلاپو خورا  اوږد تاریخ لري )

هایډن ویلي چې امریکایان په خپل  لویدیځ ساحل باندې  ددفاع او توغندیو سیستم له  سره قوي کوي .

دشمالي کوریا او امریکا ترمنځ جنجال هغه وخت اوج ته ورسید کله چې د امریکا سټلیټ  نومې الوتکې چې  رادار یې نه شي لیدلی او اټومي  بمبار کولی شي ، دکوریا په جزیره الوتنې پيل کړې  ، شمالي کوریا له دې وروسته له جنوبي کوریا سره  دجنګي وضعیت اعلان وکړ ، خو له ټولې ترینګلتیا سره سره  له سیمې کوم فزیکي ټکر نه دی راپور شوی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x