د زکات ورکړه په ټولنه کې فساد او ناورين له منځه وړي

ابو المنظور عطشان صاحب

• په موجوده زمانه کې د شتمن او ناداره ترمنځ ويرجن حالت روان دى هرځاى د حقوق غوښتني نارې وهل کېږي په همدغه وجه الله جل جلاله د شتمنو خلکو پر ذمه د غريبانو خلکو حق اچولى دى د غريبانو پرحق باندي نن ورځ تېرى روان دى، که شتمن خلک د غريبانو کلنى حق يعني دوه نيم سلنه مال ورکړي او شتمن خلک دغه فريضه په خپله خوښه ادا کړي او د دغه پيسو منصفانه او عادلانه وېش روان وي د لنډ مهال وروسته به د مسکينانو شکايت د مالدارانو څخه نه وي ټول به د مال او دولت لرونکي وي هيڅ غريب به نه وي په دنيا کې به د غريب او شتمن جنګ ختم سي او دنيا به د راحت او ارام ځاى سي.

• په بدن کې ، چې وينه څه حيثيت لري مال هم په ژوندانه کې همدغه ډول حيثيت لري که د ويني جريان په بدن کې سم وي بدن هم ناروغيو څخه خلاص وي لکه د فلج او داسي نور… او که د ويني په جريان کې ستونزي وي بدن ته هم خطره موجوده وي لکه د زړه درېدل او داسي نور….

• مال هم که په ټولنه کې په مناسب ډول سره ووېشل سي ټولنه به روغه او سالمه وي او که د مال وېش په عادلانه ډول سره نه وي نو ټولني ته هم د تباهۍ خطره موجوده ده ارام ژوند به له منځه ولاړ سي غلاوي، لوټ مارۍ، وژني به ډېري وي بازار به يې ګرم وي بالاخره دنيا به دوزخ جوړ سي په دوزخ کې ارام ژوند لټول په سلو کې سل د وخت ضايع کېدل دي.

• الله جل جلاله د ټولو کائناتو خالق دى او پرهر شي باندي پوهاوى لري همدغه ذات د عادلانه وېش او منصفانه تقسيم لپاره د زکاة ورکولو امر کړى دى ترڅو، چې په ټولنه کې عادلانه وېش را نه سي ترهغه وخت پوري به ټولنه جوړه نه سي.

• ټولنه د بدن په څېر وبولئ د ژوندانه بيلي طبقې د بدن د غړو په څېر وګڼئ تاسو وينئ، چې کله د بدن يو غړى زخمي سي نو د بدن د ټولو غړو وينه په دغه يوه ځاى کې جمع سي بالاخره دغه وينه په پيپو ځني وزي کله، چې يو څوک زکاة نه ورکوي داسي مثال لري، چې بدن زخم سوى دى ټوله وينه جمع سوې ده دغه وينه نو د ده څخه په بيلو طريقو سره وزي کله په دعوه کې ځني مصرف سي، کله په روغتونونو کې ځني مصرف سي، کله پر لوړو ودانيو کې ځني مصرف سي، کله په عيش او عشرت کې ځني مصرف سي او داسي نور؛ خو لوى ذات جل جلاله د دغه ټولو بې ځايه مصرفونو لپاره يوازنۍ لاره او علاج زکاة او خيراتونه مقرر کړي دي.

• د انسانانو سره همدردي د انسانيت اعلى ترين وصف دى کوم انسان، چې د خپلي نوعي پرانسان باندي د زحمت، تنګ دستۍ، فقر او لوږي په وخت کې رحم ونه کړي هغه انسان نه دى؛ بلکې د انسان په صورت کې يو حيوان دى په داسي موقع نفس او شيطان انسان د خپل کردار او همدردى څخه منع کوي همدا لامل دی، چې ډېر لږ انسانان داسي همت او مېړانه کولاى سي.

• الله جل جلاله د خپلو کمزورو بندګانو لپاره د شتمنو خلکو پر اوږو د زکاة فريضه لازمه کړې ده نو لوى خداى جل جلاله فريضه بايد د نادان دوست په غوښتنه پاته نه سي د زکاة او خيرات په ورکولو سره په مال، ژوند او دولت کې برکت پيداکيږي، د خيراتونو په نه کولو سره يعني په بخل کولو سره د اسمان د لوري د برکت دروازې تړل کېږي په حديث شريف کې راځي: کوم قوم، چې زکاة بند کړي الله جل جلاله قحطي او وچ کالي پرې مسلطه کړي او داسمانو څخه به باران پرې بند سي.


زهرجن ښامار

رسول الله ( ص ) فرمايلي دي:

حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ عَبْدِ اللهِ ، حَدَّثَنَا هَاشِمُ بْنُ الْقَاسِمِ ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ عَبْدِ اللهِ بْنِ دِينَارٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ أَبِي صَالِحٍ السَّمَّانِ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : مَنْ آتَاهُ اللَّهُ مَالاً فَلَمْ يُؤَدِّ زَكَاتَهُ مُثِّلَ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ شُجَاعًا أَقْرَعَ لَهُ زَبِيبَتَانِ يُطَوَّقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثُمَّ يَأْخُذُ بِلِهْزِمَتَيْهِ ، يَعْنِي شِدْقَيْهِ ، ثُمَّ يَقُولُ أَنَا مَالُكَ أَنَا كَنْزُكَ ثُمَّ تَلاَ {لاَ يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ} الآيَةَ.

ژباړه: چاته، چې الله مال ورکړى وي او هغه يې زکاة نه وي ادا کړى د قيامت په ورځ به د ده له مال څخه زهرجن مار جوړ سي، چې د ډېرو سختو زهرو له امله به يې سر سپين اوبې ورېښتانو ( پک ) به وي دوه ټکي به يې د سترګو پر سر وي او د ده پر غاړه به چاپيره سي او دى به پر دوو اننګو ( باړخوګانو ) چيچي وروسته به دغه مار ورته ووايي زه ستا مال يم او زه ستا خزانه يم.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د