نړۍ

مالي کې دچاډ او فرانسې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

له مالي څخه راپورونه وایي چې ددې هیواد په شمال کې دمجاهدینو او یرغلګرو  فرانسوي او چاډي عسکرو ترمنځ جګړه یوځل بیا ګرمه شوې ، او بهرنیو عسکرو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې .

دچاډ دفاع وزارت منلې  چې په وروستۍ جګړه کې یې دالجزائر پولې ته نږدې ۱۳ عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي ، خو دمالي دمجاهدینو سرچینې وایي  چې ددښمن دوژل شویو عسکرو شمیر تردې زیات دی .

کره راپورونه وایي چې په دې جګړو کې چې په تیره یوه نیمه میاشت کې ترټولو سختې بلل شوي فرانسوي عسکرو ته هم دروند زیان اوښتی ، خو دفرانسې حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .

په مالي باندې له هغه وروسته  فرانسې او  ځینو منطقوي  اجیرانو یې برید وکړ کله چې ددې هیواد په جنوب کې داسلامي نظام غوښتونکي مجاهدین راپاڅيدل او ډيره سیمه یې ونیوله ، فرانسه چې په خپلو پخوانیو مستعمرو کې اوس هم خپل دمداخلې حق خوندي بولي  په دې هیواد یې برید وکړ دغه راز یې دچاډ غوندې خپل منطقوي ملګري هم دې ته وهڅول چې مالي ته عسکر ولیږي ، وروستۍ پیښې داسي ښيي چې فرانسې په اوږده جګړه کې کیوتې ده .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x