
روژه د تاریخ په پاڼو کې
د روژي اومه ورځ د تاریخ پاڼو کي
شفیق احمد ریان
۱- د ازهر د جامع مسجد کي لومړنی لمونځ :
د روژي د میاشتي په ۷ ورځ په ۳۶۱ هـ کال کي چي له ۹۷۱ میلادي کال سره سمون خوري د لومړي ځل لپاره په قاهره کي د ازهر په جامع مسجد کي لمونځ وشو ، له هغي ورځي را وروسته ازهر د علم پوهي او عبادت مرکز پيژندل کیږي .
۲- قاهره د فاطمیانو د پلازمیني په توګه :
د روژي په ۷ ورځ په ۶۳۲ هـ کال کي د فاطمیانو خلیفه المعز قاهره د فاطميانو د پلازمیني په توګه اعلان کړه ، تر دي وړاندي مهدیه ښار ددوی پلازمینه وه .
فاطمیان د شیعه ګانو یوه ګمراه فرقه وه ، په مصر کي له څه مودي حکومت وروسته ددوی خلیفه د مهدیت دعوه وکړله او رنګا ، رنګ بدعتونه او خرافات يي پيل کړل.
د فاطمیانو د حکومت ټغر سلطان صلاح الدین ایوبي رحمة الله علیه ټول کړ .