افغانستان

زابل: اربکیان د عامو خلکو په موټرو ماینونه خنثی کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): په زابل ولایت کې اربکیان د عامو خلکو له موټرو څخه د ماین پاکۍ استفاده کوي او ناخبره موټر چلوونکي له ماینونو په ډکو لارو ورسموي.

اربکیان د لویو لارو څخه د عامو خلکو موټر راګرځوي او په هغو فرعي لارو یې تېروي چې د ماینونو خطر په کې وي.

تېره ورځ د دې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په باغ سیمه کې اربکیانو د عامو خلکو ۱۸ موټروان له لارې راګرځولي او له ماینونو په ډکو فرعي لارو یې سوق کړي دي.

د راپورونو پر اساس، په یاده پېښه کې یو موټر په ماین والوت او چلونکي یې ووژل شو. پاتې موټر چلوونکي چې د اربکیانو په توطیه پوه شول بیرته راوګرځیدل.

دا په داسې حال کې دی چې عامو ولسي وګړو تر دې وړاندې هم د اربکيانو له لوټ، چور، ځور، وژنو او اخلاقي ځورونو څخه شکایتونه کړي و، خو دا لومړی ځل دی چې له عامو خلکو څخه د ماینونو په خنثی کولو کې د استفادې خبره کېږي.

سره له دې چې د اربکیانو د ظلمونو په خلاف په زابل، کندوز، پروان، غزني، پکتيکا، فراه او نورو ولایتونو کې لاريونونه شوي، خو دولت تر اوسه د خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د روان کال په مارچ میاشت کې په اسلام اباد کې د امريکا مرکزي استخباراتو (سي ای اې) پخواني مشر «رابرټ ګرينر» ویلي وه چې د طالبانو پر ضد بايد ځايي اربکیان تقويه شي او ټینګار یې کړی وه چې پنټاګون او سي ای اې بايد هغو سيمو کې تاوتريخوالي او لانجو ته لمن ووهي چې د طالبانو واک لاندې دي.

د شنونکو په باور د اربکیانو دا ډول کړنې د دولت او ولس تر منځ شته فاصله لا پراخوي، چې ګټه به يې طالبانو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x