افغانستان

۷۰ کلابند پولیس د طالبانو له محاصرې ووتل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د فاریاب امنیتي مسوولین ادعا کوي چې په دغه ولایت کې ۷۰ تنه پولیس چې د طالبانو محاصره کړي وو، د عملیاتو پر ترڅ کې له کلابندۍ ووتل.

د فاریاب امنیه قومندان سید اقا اندرابي وايي چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په المار او قیصار ولسوالیو کې ۳۰ کلي د وسله‌والو مخالفینو څخه نېول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په تصفیوي عملیاتو کې ۱۴ طالبان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

امنیه قومندان د طالبانو د مهمو قومندانانو د وژلو ادعا هم کړې ده.

طالبانو تر دې دمه د فاریاب د پولیسو د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x