
د فلوريډا بريد کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د امريکا فلوريډا ايالت ارلينډو ښار کې د همجنس پرستانو پر نايټ کلب بريد کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او له څلوېښتو زيات ټپيان دي.
د ارلينډو پوليس وايي، چې له درې ساعتو وروسته پوليس پر دې وتوانېدل، چې کلب ته ننوځي، بريدګر ووژني او يرغمل شوي کسان وژغوري.
د پوليسو په وينا پېښه د ترهګرۍ له امله رامنځته شوې، مګر تر اوسه دا نه ده روښانه، چې بريدګر د امريکا و او که کوم بهرنی.
ځايي پوليس وايي،چې بريدګر يې وژلی او پېښه پای ته رسېدلې ده.
دا پېښه د پلس کلب په نوم د همجنس پرستانو په يو کلب کې پر ځايي وخت د شپې اووه بجې رامنځته شوې ده.
اينتوني ټوريس په نوم يو بل تن ليکلي، چې دی هغه مهال په کلب کې دننه و، دی وايي، چې په خپله يې د ډزو او اوازونه او د خلکو چېغې يې اورېدلي دي.
نوموړی وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خپلوان او خواخوږي يې روغتونونو کې لټوي.
د پېښې پر مهال امنيتي ځواکونو خلکو ته امر کړی و، چې په خپلو کورونو کې و اوسي.
تر اوسه د بريدګر هويت نه دی په ډاګه شوی.
تېر کال د امريکا سترې محکمې د همجنس پرستانو ودونو ته قانوني حق ورکړی و او له هغې وروسته امریکا کې د همجنس پرستانو د ودونو پېښې ډېرې شوي دي.
د امريکا ۳۶ ايالتونو کې له پخوا د همجنس پرستانو ودونه قانوني وو، مګر د سترې محکمې له امر وروسته په پاتې اياليتونو کې هم قانوني وګرځول شول.