نړۍ

دامریکایي ماشومانو عاموژنې اوباما وژړاوو

امریکایي ولسمشر بارک اوباما هغه وخت  اوښکې وڅڅولې کله یې چې  په  کانکټیکټ  ایالت کې د  ۲۰ تنو امریکایي ماشومانو په  ناترسه قتل عام خبرې کولې .

دمطبوعاتي راپورونو له مخې یو ۲۰ کلن  ځوان   ددسمبر په ۱۴ سهار په نیوټاون ښار  کې دماشومانو یوه ښوونځي ته ننووت  او ۲۷ تنه یې په ډزو ووژل ، په وژل شویو کې ۲۰ تنه ماشومان او نور لویان دي ، راپور وایي  وژونکي خپله  مور  او په اخر کې خپل ځان هم وژلی .

بارک اوباما له پیښې وروسته په لومړني غبرګون کې په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وویل ( زه نن دولسمشر په حیث نه بلکې دیوه پلار په حیث درسره خبرې کوم ،  موږ نن شل تنه  ښایسته ماشومان له لاسه ورکړل ، چې عمرونه  یې له پنځو تر لسو کلونو وو ، هغوی دځوانۍ ، تحصیل او ازدواج یو اوږد عمر  ترمخ درلود ، په هیواد کې دوسلو موجودیت  یولویه ستونزه ده  چې همیشه داسې پيښې رامنځ ته کوي  )

دشلو امریکایي  کم عمره انسانانو وژنې اوباما په داسې حال کې ژړولی چې یوه اونۍ وړاندې امریکایي پوځ په خپله ویب پاڼه کې دافغان کم عمره انسانانو  وژل یوه جائز عمل بللی وو ، او په هلمند کې یې دلس کلنو ماشومانو  دوژلو مسؤلیت په زغرده منلی وو .

تردې وړاندې هم  دماشومانو په نړۍ  کې خورا بوږنوونکي واقعات رامنځته شوي وو ، مثلا څو کاله وړاندې دفراه په بالابلوک کې  یونیم سل  افغان ماشومان  دامریکایي سپینو فاسفورسو په لمبو کې لولپه شول ، چې په کې  دموسی جان بن سیدادم په نامه یو  ۸ ورځنی ماشوم هم وو ، خو نه پوهیږو څنګه دهغو معصومو وینو سېلاب  داوباما زړه ته ټکان نه وو ورکړی  ؟؟

خلک وایي (  وینه که دهرچا وي سره او درنه ده ) مګر دافغان او امریکایي ماشومانو دوینو په اړه داوباما توپيري چلند ښیي چې ددوی په ترازو کې دافغانانو وینه  وزن نلري !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x