
مينه انتظار : زما د خور قاتلين لا سرې سترګي ګرځي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د شاعري او ليکوالي مينه انتظار ۲۲ کلنه خور ليلا څو ورځي وړاندي د نامعلومه کسانو له لوري له تښتولو وروسته ووژل شوه .
ليلا شهيد عبدالطيف ښوونځۍ ته روانه وه چې د نامعلومه کسانو له لوري و تښتول شوه ، له تښتولو څلور ورځي وروسته يې جسد د ډنډ ولسوالۍ په ابراهيم خليفه بابا زيارت سيمه کې و موندل شو .
مينه انتظار وايي د خور قاتلين مي پوليسو ته په ګوته کړه خو د دوی له لوري هغه کسان ونه نيول شول چې په قتل کې ښکېل وو .
مينه انتظار وايي د خور قضيه يې د څارنوالۍ او محکمې له لوري نه ده څېړل شوې .
د کندهار پريس کلب په يوه خبري کانفرانس کې مينه انتظار د خپل وژل شوي خور په اړه ياودنه کړې چې خور ته يې لا له وړاندي د ځينو کسانو له لوري د وژل کېدو اخطارونه ورکول شوي ، مينه انتظار يوه ښځه او شپږ تنه نارينه د خپل خور په وژنه کې تورن بولي او وايي له دې ډلي دوه تنه يې ددوی له کورنۍ سره تړاو لري .
د انتظار خور ليلا د ثور په ۲۲ نېټه تښتول شوې او پس له څلور ورځو د ثور ۲۶ نېټه وژل شوې .
د کندهار ښار او شاوخوا سيمو اوسېدونکي له دا ډول مرمزو وژنو سخت کړيږي ، ډېر ځله د دې ډول مرمزو وژنو پړه د قندهار د امنيه قومندان جنرال رازق په غاړه اچوي او وايي د نوموړي ملګرو ته د هر ډول عملياتو د تر سره کولو اجازه ورکول شوې ، شخصي او پټ زندانونه لري چې وغواړي هغه اشخاص له ځان سره د بنديانو په توګه ساتي او وژني .