افغانستان

وردګ: د ملي اردو په ډزو یوه پيغله ووژل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): نن غرمه دولس بجې د وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د طالبانو او ملي اردو ترمنځ له جګړې وروسته یوه پيغله په خپل کور کې دننه د ملي اردو په ډزو لګېدلې او ووژل شوې .

د سيدآباد ولسوالۍ د پتنګ کلي اوسېدونکي نن ټکي آسيا ته وويل چې د طالبانو او ملي اردو تر منځ له جګړې پنځلس دقيقې وروسته يوه پېغله چې د خپل کور بام ته په څه کار پسي ختلې وه د ملي اردو له قرارګاه څخه ډزې پرې وشوې .

د ملي اردو له لوري په ترسره شوو ډزو کې چې د يادي پېغلي پر سينه لګېدلي نوموړې وژل شوې او ښکاري ياده پېښه د ملي اردو له لوري په قصدي توګه را منځته شوې وي .

عيني شاهدان وايي د ملي اردو له لوري د درازکوف ټوپک په مټ د پتنګ کلي پېغله پر سينه لګېدلې او وژل شوې .

وژل شوې پېغله چې کوزده شوې خو واده شوې لا نه وه د سيمي د يو تن رحمت الله لور او د انجينر رحيم خور ده .
د يادوني ده چې د امنيتي ځواکونو له لوري د هيواد په ګوټ ګوټ کې ډېر ځله ورته پېښي شوي . 

د سيمو اوسېدونکو ډېر ځله شکايات کړي چې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ له جګړې وروسته د امنيتي ځواکونو له لوري پرې ډزي شوي او توپونه اورول شوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x