نړۍ

فرانسې مسلمانانو ته دمظاهرو له امله اخطار ورکړ

Photo

 

دفرانسې حکومت نن اعلان وکړ ، چې هیڅ مسلمان  ته به ددې اجازه ورنه کړي ترڅو دهغو عکسونو دچاپ په خلاف  مظاهره  وکړي ،  چې په دې هیواد کې یوې مجلې چاپ کړي او داسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم اهانت یې په کې کړی دی .

دفرانسې  داخله وزیر مانول فالس  نن خبریالانو ته وویل ، چې ددې امر څخه به دهیچا سرغړاوی ونه زغمي ، او نه به چاته داحتجاج او مظاهرې  اجازه ورکړي ، ده وویل چې پولیسو ته یي  امر کړی چې هرډول احتجاج سرکوب کاندي.

 ویل کیږي چې په فرانسې کې ددې عکسونو دچاپ له امله اوس ددې هیواد په خلاف هم دمسلمانانو نفرت راپاریدلی دی ، فرانسوي حکومت نږدې په ۲۰ هیوادونو کې خپلې نمایندګۍ تړلې او یا یې پرسونل کم کړي دي ، خو دکتونکو په باور داچې په فرانسه کې دتوهین آمیز تصویرونو چاپ ته اجازه ورکوي کیږي خو په وړاندې یې مسلمانانو ته حتی دمظاهرې او سوله ایز احتجاج حق هم نه ورکول کیږي معلومیږي چې دفرانسې حکومت  په دې اسلام ضد کړنه کې مستقیما او په شعوري توګه  دخیل دی .

فرانسه  چې ځان د دیموکراسۍ او دبیان دازادۍ  دزیږیدلو ځای بولي له دې عمل څخه یي ښکاري چې دا هرڅه یوازې دخپلو کفري اتباعو لپاره په رسمیت پیژني او مسلمانانو ته  په هیڅ ډول حقوقو  قائل نه دي .

نن داسلامي نړۍ ډیر علماء کرامو او خطیبانو له مسلمانانو غوښتنه کړې ، چې دفرانسې په ګډون  دلویدیځو هیوادونو سره  هراړخیز  سیاسي او اقتصادي پریکون وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x