د نني بريد انځور

د فلوریډا بریدګر له اره افغان دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د فلوریډا ایالت په ارولنډو ښار کې د همجنسبازانو په یوه نایټ کلب باندې بریدکوونکی له اصله افغان دی.

امریکايي رسنۍ وايي چې بریدګر عمر متین نومیږي او افغاني الاصل امریکايي دی. هغه تر دې وړاندې دوه ځل د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې توقیف کړی و.

د همجنس پرستانو پر نايټ کلب ننی بريد کوونکی

د همجنس پرستانو پر نايټ کلب ننی بريد کوونکی

عمر متین په ۱۹۸۶ز کال کې د امریکا په نیویارک کې زیږیدلی او د نیوجرسي ایالت له یوې مېرمنې سره یې واده کړی و.

نوموړي په دغه برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي او ۵۳ نور ټپیان کړي دي او خپله هم وژل شوی دی.

دغه برید د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر برید ګڼل کیږي. په اورلنډو کې تر دې وړاندې په یوه برید کې ۴۴ کسان وژل شوي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د