نړۍ

حسني مبارک غواړي حاجي شي

hosni mubarak on trail

الفجر خبري اداره او دمصر الیوسف ورځپاڼه دمصري پرځول شوي دیکتاتور حسني مبارک دمیرمنې سوزان مبارک له قوله خبر ورکوي ، چې دغه له قدرت څخه غورځول شوی ولسمشر نیت لري ، دحرمینو زیارت او عمرې ته لاړ شي .

سوزان مبارک وایي ، دهمدې لپاره یې له سعودي حکومت نه رسمي غوښتنه کړې ، چې په ځواب کې یې سعودي حکومت نه یوازې داچې ددوی داغوښتنه منلې ، بلکې تورته ویلي یې دي چې مبارک او دکورنۍ غړي یې کولای شي دتل لپاره په دې هیواد کې پناه واخلي .

حسني مبارک همدا اوس په مصر کې د نیمه حبس په حالت کې دی ، او دخپلې واکمنۍ په مهال دکړیو جنایاتو له امله یې محاکمه روانه ده ، دانه ده معلومه چې په دې تېر عمر او ځانګړو حالاتو کې به دحسنی مبارک دعمرې نیت رښتیا هم دیوه نبوي سنت داداکولو په نیت وي ، او که به له محاکمې څخه دځان دخلاصولوا وپه سعودي کې دپناه اخیستلو هڅه کوي .

سوزان مبارک ویلي دي چې حسني مبارک نیت لري په راتلونکي موسم کې په حج کې هم ګډون وکړي ، دحسنی مبارک په اړه دنوموړي نږدې همکارانو  مطبوعاتو ته ویلي وو ، چې دخپل سلطنت په مهال یې فرضي لمونځ هم نه ادا کاوه، اوس چې نوموړی دمسنونې عمرې نیت لري ، معلومیږي چې الله تعالی ورته هدایت نصیب کړی دی ، او په دې توګه ویلی شو چې له واک څخه دنوموړي غورځیدل هم دده لپاره په خیر وو او هم دمصردخلکو لپاره چې دنوموړي له پاچاهي څخه ستړي شوي وو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x