افغانستان

تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د ډیورنډ پر کرښه په تورخم کې د افغان او پاکستان امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده .

تر دې دمه (د شپې ۱۰:۴۰بجې ) د جګړې د مرګ ژوبلي په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

باوري سرچينې وايي چې د افغان او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه هغه مهال ونښته کله چې پاکستاني ځواکونو غوښتل په تورخم کې دروازه کېږدي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږیاڼي د يادې نښتې پخلی کړی خو د نښتې لامل یې نه دی په ګوته کړی.

یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته وویل چې پاکستاني ځواکونه درنې وسلې کاروي او مخکې راغلي خو سیمې ته تازه دمي افغان ځواکونه هم رسیدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x