fbpx

کلي کې هم ژوند روان و . . .

علي خېل

که د ښار مطبوعات وګورې نو د افغانستان کلي لکه د دوزخي دائرې غوندې درته  تعبیروي،چې دژوند په نامه په کې د هیڅ شي څرک نه لګیږي. یوازې ظلم، جهالت،تیارې،وحشت او بي امنۍ دي چې د ښاریانو په اند په کلیو راج چلوي.

وروسته له ډیرې مودې د پکتیا په زرمت کې خپل کلي ته تللی وم او دوه اونۍ مې د ښارو له دوړو او لوګیو لرې د وطن له شنه طبیعت او سوچه اکسیجن څخه خوند واخیست.

په کلیوالو سیمو کې له ګرځیدو راګرځیدو راته څرګنده شوه چې د افغانستان د اطرافي او کلیوالو ساحو په اړه د رسنیو تعبیر بشپړ غلط او له سیاسي عقدو څخه اوبه خوري.په کلي کې مې هغه امنیت، سوله، د ژوند ولوله او د خوښۍ او امید صحنې ولیدې چې په فساد او غصب ځپلو ښارونو کې مې تراوسه نه وې لیدلې.

زموږ د ولسوالۍ کلیوالې سیمې د افغانستان د ډیری کلیوالو ساحو غوندې د طالبانو د واک سیمې دي،چې له همدې امله خو یي امنیت مثالي دی،په کابل کې د خلکو د کورونو له بامونو  دبرقي هندارو غلا د ورځې خبره ده مګر په کلیو کې خلکو په لرې پرتو کروندو کې په ژورو څاګانو د لکونو افغانیو په قیمت برقي هندارې لګولې او همداسې یي دخدای هیلې ته پرې ایښي خو تراوسه یي د غلا پيښه نه ده ثبت شوې.

په کلیو کې د ورځې غوندې د شپې هم د موټرو، موټرسایکلو او پیاده خلکو ګشت وګذار دود و، د ګردیز او غزني لاره چې د زرمت له اړخ سره تیریږي د ورځې غوندې د شپې هم ورباندې لویو او وړو موټرو تګ راتګ درلود،د شپې مهال یوازې په هغو ځایونو کې امنیتي ستونزه وه چې د عسکرو پوستو ته نږدې پرتې وې او د پوستو عسکرو به د کروندګرو د څراغونو په رڼا ډزې کولې.

کلیوالو ویل: دلته بي امنیتي یوازې په عمومي سرک ده چې د شپې مهال یي پولیس په ساده جامو کې غلا ته راوځي له سرک پرته په لرې دښته او د غره په کنده کې له  سرو زرو سره شپه تیره کړه څوک درباندې غرض نه شي درلودلی.

د امنیت غوندې د کلیوالو اقتصاد هم دښاریانو په تناسب غوره په نظر راغی،ښارونه خو د سوالګرو د ګشت په سیمو بدل شوي مګر په کلي کې مې سوالګر ونه لید، سږ کال چې ډیر بارانونه وریدلي وو، د وطن دښتو، غرونو، پټیو او بیدیاوو شین زنګ نیولی و،د کاریزو او چینو اوبه تر هرکله زیاتې وې او کروندې د هرکله په نسبت په مستۍ کې وې.

په کلیو کې محلي اقتصاد هم د ودې په حال کې و،کښتونه او پالیزونه د پخوا په نسبت ډیر زیات شوي و، یو شمیر خلکو د غنمو په ځای متبادل زراعت ته توجه کړې وه او په ټولو ځمکو یي پیاز کرلي و، د مڼو، انګورو او زردالو باغونو هم خورا زور نیولی وو. په ډیری لویو کلیو کې کوچني بازارګوټي جوړ شوي وو چې کلیوال یي ښارونو ته له تګ څخه مستغني کول،ددغو کلیوالو ښارګوټو پراختیا او له خامو دوکانو څخه يي پخو مارکیټو ته د ارتقاء کار په درز روان و، کلیوال د ښاریانو غوندې د وارداتي بريښنا په تمه نه و ناست، بلکې  له  ارزانه چینایي برقي هندارو په استفاده یي ځانونه د بريښنا له نعمته برخمن کړې وو.

په کلیوالو ساحو کې تعلیمي سیستم هم خورا ښه او ژوندی و، د ښار غوندې تعلیمي سیستم یوازې په عصري زده کړو کې منحصر او یو اړخیز نه و، بلکې د لیسو او متوسطو په شمیر دیني مدارس هم په کلیو کې فعال وو، د ولسوالۍ په ټولو کلیو کې د برحاله لیسو شمیر ۱۴ ته رسیدو چې ځینو یي تر ۱۵۰۰ پورې شاګردان درلودل، تر ۱۵ زیاتې مدرسې او دار الحفاظونه هم فعال و چې ځینو د حفظ مراکزو سږ  کال تر شل زیات فارغان درلودل،یو بنیادي تغیر د جوماتونو ترقي وه، پخوا به په کلیو کې مسجد تر ټولو غریبه وداني درلوده، په غولي به یي د شولو واښه پراته و او په تاکچه کې به یي شیطان څراغ ایښی و. مګر اوس مې څو ځایه ولیدل چې جوماتونه له ډبرو او پخو خښتو په استفاده په بشپړ پاخه او اساسي ډول جوړ شوي اود ډیرو نورو پخو مساجدو د تعمیر کار روان وو.

د کلیوالو اجتماعي ژوند هم ښه مثبت نوښتونه درلودل، ولور او د واده اضافه مراسم د ټولنیز تړون له مخې د طالبانو په مرسته کنټرول شوي وو، د ولوراندازه دری لکه افغانۍ او د واده په لومړنۍ میلمستیا کې یوازې د ښوروا ډوډۍ کافي بلل شوې وه،طالبانو د اجتماعي اصلاحاتو او مثبتو کړنو د ترویج لپاره په هره ساحه کې د قومي مشرانو محلي شوراګانې جوړې کړې وې، د همدوی له لارې یي نه یوازې د خلکو تر منخ شخړې هوارولې بلکې د ډیرو مفاسدو مخه یي ډب کړې وه.

طالبانو د عامه نظم، ثبات او قانونمندۍ په ساتلو کې مخامخ مداخله درلوده، مثلا د تر وخت تیرو درملو د پلور مخه یي نیوله ، له خارجه د راتلونکو شکمنو غوښو پلور یي منع کړی و، او یوه ورځ چې د محلي طالبانو سره په مجلس کې ناست وم په دې یي مشوره کوله چې د روژې په میاشت کې ځیني دوکانداران  تر وخت تیراو غیرمعیاري ګازي مشروبات په خلکو پلوري چې باید مخه یي ونیول شي.

کلیوالې ساحې له بیارغنیزو چارو هم بې برخې نه وې، طالبانو د یوې ځانګړې ادارې له لارې خیریه مؤسسات په کلیو کې اغیزمنې او له اختلاسه پاکې بیارغونې ته سوق کړي وو،د کلیو تقریبا ټولې مهم لارې په کرېړ پوښل شوې او پلونه يي په پاخه ډول جوړ شوي وي، سلګونه د اوبو بمبې، دهدیرو جنازګاوې،یو شمیر لوی پلونه، د اوبو ذخیرې ،استنادي دیوالونه او ګڼ نور هغه  زیربنایي تاسیسات وو چې د طالبانو د واک په ساحو کې د مؤسساتو لخوا جوړ شوي او دکلیوالو ډیر ضرورتونه یي رفع کړې وو.

د کلیوالو په څیرو کې د ژوند ولوله هم په مستۍ وه، په څیرو کې یي د ناامیدی په عوض هیله ځلېده، له  رمضان یوه ورځ وړاندې مې لیدل چې په سلګونه ځوانان په موټرو او موټرسایکلو سپاره د روحاني بابا په نوم غرنۍ سیاحتي سیمې ته روان وو،ددې تجمع یوه ګډونوال راته وویل چې په سلګونو خلک په دې ورځ د روحاني بابا په سیمه کې په ګڼو باغونو کې راټول و او د ( رڼا خوړو) په نوم له  محلي دود څخه یي خوند اخیست. په دې سیمه کې چې پخوا یوازې فوټ بال دود و اوس کرکټ هم ترویج شوی وو. په کلي کې یوه منفي پدیده د نشه یانو موجودیت و، که طالبان د نورو کارونو غوندې په کلیو کې د بنګو دکښت او نشو د پراختیا مخه ونیسي،نو غوړي به لا هم غوړ شي.

په هر حال، د کلیوال ماحول ډیر اړخونه د هیلو او خوښۍ وړ ول، راځئ الله تعالی ته دعاء وکړو چې هیواد مو د سولې او یوه سالم نظام څخه برخمن کړي تر څو په دې دنیا د جنت له ژونده برخمن شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د