نړۍ

له قاهرې نه اسرائیلي سفارت کاران وتښتیدل

egypt-mazahiraپه مصر کې حالات هرګړۍ بېل شکل غوره کوي ، دالقدس العربي ورځپاڼې لیکلې چې دخونړیو تظاهراتو په لړ کې کله چې دمظاهرو څپه په قاهره کې اسرائیلي سفارت ته ورنږدې شوه ، داحتمالي خطر داحساس له امله اسرائیلي سفارت کاران له قاهرې څخه په تیښته ووتل ،

دیادې مرجع په حواله اسرائیلي سفارت کارانو لومړی یوه چورلکه دسفارت محوطې ته وروغوښته چې دوی یې دقاهرې ترهوایي ډګره ورسول وروسته نوموړي سفارت کاران په یوه ځانګړي الوتکه کې داسرائیلو په لور والوتل .

دیادې ورځپاڼې په حواله په دې کسانو کې دسفارت مهم دیپلومان او چارواکي شامل وه ، خوپه مصر کې داسرائیلو سفیر ځکه په دې ډله کې نه وه چې نوموړی لا له وړاندې دیولړ جاسوسي کړنو له امله دراپورته شویو لانجو په لړ کې دقاهرې پریښودلو ته اړشوی وه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x