د ابراهيم (ع) په کيسه کي د شجاعت او رُک ويلو درس

ليکوال: عبدالمالک همت

حضرت ابراهيم عليه السلام د بلني او تبليغ په چارو کي د شجاعت او صريح ويلو ډېره ښه بېلګه (اسوه حسنه) وو، لوی څښتن فرمايي:

﴿ قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ﴾ [الممتحنه ٦٠: ٤ ]

ژباړه : ستاسي لپاره په ابراهيم او د هغه په ملګرو کي يوه غوره نمونه ده. چي هغو خپل قوم ته په ډاګه وويل: موږ له تاسي او ستاسي له دغو معبودانو څخه چي تاسي يې د خداى پر ځاى بنده ګي کوئ ګردسره بېزاره يو، موږ له تاسي څخه منکر سوي يو او تر څو پوري چي پر يوه لوى څښتن ايمان را نه وړئ زموږ او ستاسي تر منځ د تل لپاره دښمني او کينه ولوېده .

حضرت ابراهيم عليه السلام د خداى خليل، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سر نيکه؛ بلکي د ډېرو انبيا وو او عربو پلار دى او زموږ سپېڅلى دين، اسلام د هماغه ابراهيمي دين پر بنسټونو ولاړ دى. همدا راز د مکې مکرمې او کعبې شريفي تاريخ هم له همدغه ستر او سپېڅلي پيغمبر څخه را پيليږي.

لوى څښتن د حضرت ابراهيم عليه السلام حال په ځانګړې توګه د خلكو لپاره د بېلګې او مثال په ډول بيان كړى دى. هغه خپل بت پال ولس ته د لوى څښتن پيغام ورساوه او له بد برخليك څخه يې وبېرول. خو د هغه قوم د هغه د خبرو د منلو پر ځاى د هغه کلک مخالفت وكړ.

د لوى څښتن دغه ستر استازى چي له اولو العزمو پيغمبرانو څخه دى، د ډول ډول بخولو سره مخامخ سو، خو د دې ټولو ازموينو په وړاندي يې له صبر او زغم څخه کار واخيست. پر خپل ايمان باندي د لوى غره په شان ټينګ ولاړ وو. هيڅ شکايت ځني ونه سو او پېښو او حوادثو هيڅ ضعف او سستي پکښي رانه وسته.

اسلامي مورخين، د لوى څښتن په پيغمبري باندي د حضرت ابراهيم عليه السلام مبعوث کېده د ختيځ د فکر او فرهنګ په تاريخ کي يو نوى تحول او تازه مکتب بولي چي تر ده دمخه يې سابقه نه درلوده. هغه د ظلم، کفر، بت او باطل پالني او بې لارۍ په ډېره تياره او له فساد او ورانۍ څخه په ډکه دوره کي په پيغمبري مبعوث سو، چي د دې ناوړو چارو پر ضد يې ستر تاريخي جهاد پيل کړ. د دې پرځاى چي هغه د مهال د ډېر زلند او جابر ځواک څخه سترګه وکړي، وډاريږي، او اېل يې سي، ډغري يې ور سره ووهلې او هغه يې د خپلي ارادې ـ چي د لوى څښتن له ارادۍ څخه  را ولاړه سوې وه ـ ايل کړ او نه دا چي د بت پالني پر ځاى يې خداى پالنه رامنځ ته کړه، بلکي د مادي پالني او د انسانانو د خداى ګڼني او د خداى په توګه د انسان لخوا د انسان پالني  سره يې هم مبارزه وکړه.

دغه ستر مېړه پيغمبر د بت پالانو بتان په نره او شهامت سره مات کړه، بیا چي بت پالو ونيو او پوښتنه يې ځني وکړه چي دا زموږ بتان تا مات کړي دي؟ هغه په جرأت او مړانه داسي عاقلانه جواب وکړ: دا کار د دوی مشر کړی دی. تاسي له دوی څخه پوښتنه وکړئ ! البته که خبري کولای سي. د دې په اورېدو سره هغوی د خپل وجدان لوري ته وروګرځېدل او يوه به بل ته ويل: رښتیا داده چي تاسي ظالمان ياست.

خو څنګه چي د هغه د خبرو منلو د طاغيانو او طاغوطياتو ګټي په خطر کي اچولې پر خپلو وجدانونو يې پښې کښېښوولې او ويې پتېيل چي د لوی څښتن دغه د عزم او ارادې غر غوندي پيغمبر په اور وسوځي، کله چي دغو ظالمانو هغه اور ته واچاوه ، لوی څښتن اور ته امر وکړ چي:﴿يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ (69) [الانبياء ٢١: ٦٩ ]

ژباړه: اى اوره پر ابراهيم باندي سوړ سه او سلامتيا وګرځه.

څنګه چي اسلام ته د ابراهيم عليه السلام بلنه د بت پال نمرود او نمروديانو واک او ګټو ته ستر خطر وو، نمرود ور ته په قهر سوى  وو. ور ويې غوښت او تر سخت عتاب لاندي يې راوست، خو حضرت ابراهيم د دې پرځای چي د نن مهال د ځينو ډارنو مسلمانانو غوندي پر خپلو خبرو منکر سي او يا زارۍ ورته وکړي، داسي جوابونه يې ورکړل چي نمرود وازه خوله ورته پاته سو.

بياچي حضرت ابراهيم عليه السلام د کورنۍ، قوم  او د وخت د واكمنو مخالفت وليد او مظالم يې تر حد تېر سول نو يې د خداى په حكم د وطن پرېښوولو او هجرت لار ونيول.

بيا ابراهيم عليه السلام د لوی څښتن جل جلاله په امر د ده د زوی اسماعيل عليه السلام په ملګرتيا کعبه شريفه ودانه کړه او وروسته په شام کي د (۱۷۵) كالو په عمر وفات سو او د  حبرون ( الخليل ) د ښار د ميكپيلا (Machpelah) په غار كي خاورو ته وسپارل سو. دغه ځاى چي اوس د اسرائيلو په ولكه كي دى ابراهيم عليه السلام په څه پيسو رانيولى وو او په موعوده ځمكه كي د ده او د ده د كورنۍ د نورو كسانو لومړى ملكيت وو.

د لوى څښتن په لار کي او سپېڅلو موخو ته د رسېدو لپاره د حضرت ابراهيم عليه السلام ژوند او هلي ځلي موږ ته د جرأت، مړاني، سرښندني او شجاعت درس راکوي. ابراهيم عليه السلام د نمرود غوندي جبار واکمن او د يوه بت پال او شډل ولس په وړاندي دريږي، په مړانه او شجاعت سره د باطلو پر ضد حق خبري کوي. د هغو د بتانو سپکاوى کوي او پر ځان باندي د دغسي سرناخلاصي قوم  قهر او غوسه راپاروي او د هر راز ظلمونو او زورونو په وړاندي يې د غره غوندي ټينګار او مقاومت کوي.

بايد ومنو چي د نمرود او د هغه د قوم د مهال په شرايطو کي د حضرت ابراهيم عليه السلام په شان دعوت او حقي لاري ته بلنه سخت، له مسؤوليته ډک او خطرناک کار دى. خو ابراهيم عليه السلام دا هر څه پر ځان مني او خپل هدف ته د رسېدو په لار کي هيڅ ډول بېره او اضطراب نه پېژني .

ځکه نو د اوسمهال د حق او حقيقت د لاري مبارزينو او د ناسمو سموونکو او مصلحينو ته په کار ده چي د قرآن کريم له دغه درس څخه په ښه توګه ګټه او پند واخلي، په خپل کار او لار کي يې پلى کړي.  د حضرت ابراهيم عليه السلام او نور انبياوو کار او لار  خپل سرمشق وټاکي. د هغو په پيروي خپل ځان او هر څه پر خداى سبحانه وتعالی وسپاري او په هر ډول شرايطو کي پر لوى څښتن جل جلاله توکل وکړي. په دې سپېڅلې دنده کي سستۍ او ترديد ته لار ورنه کړي او د ډارنو او موزيګيو ډاروونکو او ملامتوونکو خبري او وسوسې ونه مني او بې له بېري په ابراهيمي، اسلامي او افغاني مړانه او قاطعيت د باطلو پر ضد حق او حقيقت د بري سرمنزل ته ورسوي. پای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.