fbpx

تورخم: د سرحدي ځواک یو عسکر وژل شوی، ۵ ټپیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د تورخم پر دروازه د تیري شپې څخه پيل شوې جګړه که څه هم پای ته رسیدلې، خو د دواړه لورو څخه داسي معلومات ورکول کیږي چې د نوري جګړې لپاره په تیارسی حالت کې ناست دي او ګوتي یې پر ماشه نیولي.

د افغانستان د سرحدي ځواکونو رئیس ارکان محمد ایوب حسن خېل رسنیو ته ویلي چې د تیري شپې په جګړه کې د سرحدي ځواک یو سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي، هغه خپل اړخ ته د ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان لوري ته یې د تلفاتو امکان نه دی رد کړی، او ویلي ممکن د پاکستان پوځ ته تلفات اوښتي وي، خو دوی یې په اړه کره معلومات نه لري.

یوې بلي سرچیني ویلي چې د تیري شپې په جګړه کې څلور سرحدي عسکر وژل شوي.

بلخوا د پاکستان د پوځ یا خیبر پښتونخوا د حکوت له لوري په رسمي ډول تازه معلومات نه دي ورکړل شوي خو تېره شپه د پوځ سرچینو ویلي وه چې یو عسکر یې ټپي شوی.

نن سهار یوې پاکستانۍ ورځپاني په خپله ننۍ ګڼه کې ویلي چې د پاکستان اړخ ته ۳ عسکر ټپیان شوي دي.

د ملکي تلفاتو په اړه د پاکستان ځینو خبري سرچینو ویلي چې د افغانستان له اړخه د هاوان او توپونو په مرمیو د دوه ماشومانو په ګډون ۹ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

حسن خېل رسنیو ته ویلي چې تیره شپه ناوخته نهه بجې هغه وخت جګړه پيل شوه کله چې د پاکستان پوځ د افغان حکومت له همغږۍ پرته غوښتل چې د تورخم په دروازه کې نوي تاسیسات جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان پوځ لا له وړاندي جګړې ته تیاری نیولی وو، وسلې او پوځ یې په پوستو کې ځای پر ځای کړي وه، ټانګونه او نور اکمالات یې کړي وه، خو په وینا یې دوی هم غاښ ماتوونکی جواب ورکړ.

تیره شپه داسي خبرونه ورکړل شوي وه چې دواړو اړخونو سرحدي سیمو ته نوي ځواکونه هم لیږلي چې د جګړې د پراخیدو او تیزیدو پر وخت به کار ځیني اخیستل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د