د اوباما وروستۍ پریکړه په افغانستان کې د جګړې د غزولو بل پړاو

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

بارک اوباما په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته دستور ورکړی چې هغوی باید په مستقیم ډول له طالبانو سره په جګړه کې برخه واخلي او هرځای چې دوی لازم وګڼي د افغان ځواکونو په حمایت کې پوځي اقدام وکړي.

په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر پوځي ماموریت پایته رسیدو وروسته په هیواد کې د پاتې امریکايي پوځیانو مسؤلیت یواځي داخلي ځواکونو ته په روزنې او مشورې ورکولو کې محدود و.

خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پرشاتګ په هیواد کې د دولتي ځواکونو د کمزورتیا او په مقابل کې د طالبانو د ځواکمنتوب سبب شو چې له امله يي ډیرې سیمې د دولت له واکمنۍ څخه ووتلې.

که څه هم چې د ۲۰۱۵ کال له پیله امریکایانو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پایته رسیدلی اعلان کړی و مګر بیا هم په ډیرو مواردو کې امریکايي پوځیانو مستقیما په جګړه کې برخه لرله او له افغان ځواکونو سره یوځای يي د طالبانو خلاف پوځي عملیات ترسره کړي چې ښکاره بیلګه يي په کندوز ښارکې د بي سرحده ډاکټرانو پر روغتون د امریکايي الوتکو بمباري ده چې له امله يي د روغتون د صحي پرسونلو په شمول ۴۲ تنه مړه اوپه لسګونو نور ژوبل شول.

له دې پرته په کونړ، نورستان ، هلمند، خوست ، لوګر، میدان وردګ ، غزني او نورو سیمو کې هم امریکايي ځواکونوپه متعددو پوځي عملیاتو کې مستقیما برخه لرلې تر دې چې په لوګر کې یې د یوه هوايي برید په ترڅ کې ۱۶ تنه افغان امنیتي سرتیري مړه او په میدان وردګ ولایت کې یې د یوې بهرنۍ مؤسسې اړوند په صحي کلنیک کې ټپي ناروغان په ډوزوسره ووژل.

سره له دې چې د امریکايي ډرون الوتکو د بمباري دوام او په ځینو سیمو کې د هغوی شپنیزو عملیاتو د تیر۲۰۱۵ کال په جریان کې هیڅ توقف نه دی کړی، خو بیا هم امریکايي ځواکونو په افغانستان کې خپل پوځي عملیات پایته رسیدلي بلل او د خپلو ۹۸۰۰ پوځیانو صلاحیت يي یواځې د مشورې ورکولو په برخه کې محدود ګاڼه.

اوس چې یوځل بیا د اوباما لخوا امریکايي ځواکونو ته د جګړې په ساحه کې د مزیدو صلاحیتونو دستور ورکول کیږي دا به خامخا په هیواد کې د جګړې غزولو د هغې د ګرمولو او د امریکايي ځواکونو په بمباریو کې د ولسي تلپاتو د زیاتیدو لامل کیږي.

د اوباما دغه تصمیم به په هیواد کې د امنیت له ټینګښت سره هیڅ مرسته ونه کړي ؛ بلکې نور به هم په هغو سیمو کې چې امریکایي پوځیان په جګړو کې برخه اخلي او یا هم د افغان ځواکونو په حمایت کې سیمي بمباروي د جګړې شدت خامخا زیاتیږي.

همدا راز به د ولسمشر اوباما دغه پریکړه د امریکایانو ټولې هغه هلې ځلې تر سیوري لاندې راولي چې دو یې په افغانستان کې د سولې لپاره کوي.

ځکه دا تجربو ثابته کړې چې د امریکایانو لخوا د سولې په اړه هر ډول هلې ځلې یواځې نمایشي او یاهم تبلیغاتي حیثیت لري خو په پوځي برخه کې یې بیا هر اقدام عملي او جدي وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د