شعـــــرونه
حمدیه ترانه : پیر محمد کاروان
پـــــــه آواز یې لاروي ســــــتوري روان دي
د سهار مـــــــــرغان په ذکـــــر د سبحان دي
زړونـــــــــه زړونه ګلابــــونه دي غوړیږي
ازانــــــــګې را ورېدلــــــــي د قــــرآن دي
بس په غاړه یـــې د رب د میني لاس دی
نه پـــــه کار یې مـــــر غلري نه مرجان دي
پـــه دیدن د ښکلي هیڅو ک نه مړیږي
دکانــــــــونه د آیـــــــنو ورته حـــېران دي
دغـــــه وني چي ثنا وایي په دوی کي
په لــــــکونو رحـــــــــېلونه د قرآن دي
ســــــــتا لمنه ده د مـور له مینـــي ډکه
ما لــــــیدلي موسېدلـــي یتیمان دي
د «کاروان » د غـــــــــــزل تـــــــــوري به ګل ګل شي
لمبـــــولي یـــــــــې د اوښـــــــکو په بـــــــــــــاران دي
له « المزمل » څخه