افغانستان

طالبانو یو محرم صوتي استخباراتي سند ترلاسه کړی چې دکابل ادارې له درواغو پرده پورته کوي

taliban-fightersتیره ورځ دکابل ادارې دهلمند پوځي چارواکو اعلان وکړ چې دطالبانو پرضد یې سخت تصفیوي عملیات پیل کړي او له ډیرو سیمو یې طالبان ایستلي دي، چارواکو ادعا وکړه چې دهلمند دسنګین ولسوالي یې په مکمله توګه له طالبانو تصفیه کړې او دوئ پکې په ازاد ډول ګرځي او خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بیایي.

له بلې خوا طالبانو دیوې خبر پاڼې په خپرولو سره په هلمند کې دسنګین ولسوالۍ نه دطالبانو دوتلو خبره په کله رد کړې او هلته یې دخپل پوره نظامي حضور او موجودیت دعوه کړې.

طالبانو دخپلې دعوې دثبوت لپاره دکرزي ادارې داستخباراتي شبکې نه ترلاسه شوي محرم صوتي سند پرخپله ویب پاڼه نشر کړی ، چې مقابل لوری یې په سنګین کې دطالبانو په وجود اقرار کوي.

په دې ږغیز سند کې دکرزي ادارې یو استخباراتي کس دمخابرې له لارې خپل مرکز ته دطالبانو دیوې اووه سوه کسیزې (۷۰۰) ډلې دراغونډیدو اوپر پوځّي کتار دحملې دخبرداری راپور ورکوي،په دې مخابروي تماس کې دطالبانو دقومندانانو نومونه هم اخلې چې دا اووه سوه کسیز تشکیل رهبري کوي.

په لاندي ورکړل شوي لینک کې، دطالبانو له لوري کشف شوي مخابروي تماس اوریدلی شئ

دکابل ادارې داستخبارتي شبکې دراپور متن:

((من ( او سی سي آر) زون جنوب هستم ، فيصل يک بګير راپور نمبر چل ،بيست وشش  (۴۰۲۶)

مورخ ۱۳۹۲/۶/۲۹ هـ ش

دکندهار د(اوسي سي سي ) د ملي امنيت دمديريته څخه .

 دهلمند ولایت دسنګين ولسوالي ته  دولتي نظامي کتار دحرکت په وخت کې دطالبانو دملا وارث ، ملاسلام ، مبارز او مزمل  ګروپونو ،په ۸۲ ملي مترتوپ ، دهشکه ، راکت انداز ، پيکا ، کلاشينکوفونو مجهز دي ، تر  ۷۰۰ اوه سوه نفره پورې  مسلح طالبان يوځای کړي ، دسنګين د دوه لارې څخه  دسنګين دولسوالۍ ترمرکزه پورې د ټولې لارې په اوږدو کې دکمين نيولو په ډول ځای پرځای کړي دي ، پلان لري  يوه پراخه مسلحانه حمله په ناڅاپي ډول پردولتي کتار باندي ترسره کړي ، ژر ترژره  د (اوسي سي آر) محترم دفتر ته خبر ورکړئ چې ددغې لارې هلمند ته خبر ورکړي ، ځکه همدا اوس کتار ممکن د سنګين لورته حرکت وکړي  . راپورته ختم دي ، ځه الله دې مل شه مننه ډير مننه .))

 همدا راز دبدخشان ولایت نظامي او امنیتي چارواکو رسنیو ته خبر ورکړ چې دبدخشان د وردوج ولسوالي یې دتصفیوي عملیاتو په نتیجه کې په بشپړه توګه له طالبانو پاکه کړې ،دبدخشان نظامي چارواکو دا خبر په داسې حال کې درسنیو په واک کې ورکړی چې طالبان په یاده ولسوالۍ کې امنیتي عسکرو ته د درانه ځاني او مالي زیان اړولو خبره کوي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ یې د وردوج ولسوالۍ د باشند په سیمه کې ترسلو زیات عسکر وژلي او ټپیان کړي او ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x