fbpx

د روژې طبي ګټې«اتمه برخه»

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

خُرما عمر اوږدوي

د نړېوالې روغتیايې ادارې د وبایی ناروغیو متخصص ډاکترعمر سلیمان محمد چې د شمالې سوډان اوسېدونکې دی، وایی چې د دې سیمو (سوډان) د خلکو عمرونه له (۱۰۰) کلونو څخه زیات دي او حال دا چې د عمر په اخیرو شیبو کې هم، دا خلک تندرست او د پوره روغتیا څښتنان دي او د دې وجه دا ده، چې دا خلک د خپلو خوراکي توکو سره خُرما استعمالوي.

خُرما يېنه (ځيګر) سموي

که چیرې خُرما د شپږو ساعتونو لپاره په اوبو کې کېښودل شي او وروسته يې یواځې اوبه وڅښل شی؛ نودا اوبه یېنه ډېره صفاء کوي او که چیرې یو چا نشه یې توکي استعمال کړي وي، نو د خُرما دغه اوبه د انسان له بدن څخه نشه ختموي.

خُرما قبض له مينځه وړي

خُرما له ډېر وخت راهیسې د قبض د له منځه وړلو لپاره تجربه شوې درمل دي، د دې استعمال د ډېر وخت راهیسې حکېمانو او طبیبانو کاوه؛ خو اوس ډاکتران هم ورنه استفاده کوي او د دې ننګه کوي، چې په اصل کې خُرما هضمیه برابروي دا په هغه وخت کې، که چیری خُرما له ډوډۍ سره وخوړل شي.

د روژې فلسفه

۱: د تقوی لاسته راوړل:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقره ۱۸۳)
ژباړه:ای مومنانو!

پر تاسې (داسې) روژه فرض کړی شوې ده؛ لکه پر هغه کسانو چې فرض کړی شوې وه چې تر تاسو مخکې وو، ښایی چې تاسې ځان ساتونکې شئ۔

له دې آیت څخه دا په ښکاره ډول سره جوتیږي چې د روژې لومړۍ موخه دا ده چې انسان متقی کړي، ظاهر او باطن يې ښکلي او ځلانده شي او کله چې یو انسان متقي شي، د ریښتنې تقوی څښتن شي، د ایمان رڼايې زړه ته ورسیږي؛ نو طبعیت يې داسې جوړ شي چې له ټولو ناوړو کړنو څخه يې بد راځي او پر مستقیمه لاره باندې خپل مسیر طی کوي؛ او بله دا چې نیکو کارونو ته يې میلان ډېر وي او هرهغه عمل چې ښکلی او ښه وي، هغه خوښوي.

۲: صبراوشکر:

کله چې یو انسان له خوراک، څښاک او خواهشاتو څخه بند کړل شي، طبعي ده چې شکایت يې ډېر وي؛ خو روژه انسان ته د صبر او پوره حوصلې تمرین ورکوي. د الله جل جلاله هریو نعمت به ورته ایښی وي، شتون، خو روژه نیونکی به صبر کوي.

روژه په انسان کې د صبر تخم شیندي، د حوصلې او صبر پوښ ورباندې اغوندي او کله چې انسان صبر وکړي؛ نو الله جل جلاله د تل لپاره له صابرانو سره وي. بل لور ته د صابرانو نعمتونه او رحمتونه بیا د قلم په ژبه باندی نشي لیکل کېدلای.

کله چې یو انسان د تقوی لاره ونیسي، نو هغه صابر شي او چې بیا د رحمتونو میاشت هم ورباندې راشي؛ نو د د ې انسان لپاره شکر اړین دی او شکر دې ته نه وایي چې په خوله ووایي چې شکر دی خدایه؛ بلکې شکر په حدیث شریف کې داسې تشریح شوی دی:

[من کثرشکره کثرخيره] ژباړه: د چا چې شکر زیات شو؛ د هغه خیر زیات وي.

هر هغه څوک چې د خیر کارونه زیات کوي، د هغه شکر زیات دی او دا انسان بیا هیڅکله د خدای جل جلاله نافرماني نکوي.

۳: د نفس بې وسې ، خواخوږې او قرباني:

کله چې یو انسان له صبح صادق څخه، تر لمر لوېدو پورې له هر نعمت څخه منع وي، نو دا عمل پخپله انسان ته د پوره حوصلې او زغم درس ورکوي او دا طبعی خبره ده چې په ژوند کې یو انسان له بیلا بیلو کړاوونو، لکه د خپل وطن پرېښودل، زندان ته تلل، شکنجه او داسې نورو سختیو سره مخامخیږي او دا هرڅه زغم ته پوره اړتیا لري.

که چېری یو څوک پخپل ژوند کې د زغم څښتن نه وي، نو هغه انسان هرور مرو یوه ورځ د ژوند په چارو کې ناکام او پخپلو کړنو پښیمانیږي او د زغم او صبر د تلاسه کولو لپاره روژه نیول بهترینه نسخه ده؛ ځکه، کله چې یو انسان وږی شي، په دغه وخت کې د هغه نفس کمزوری او بې وسه شي، چې دا پخپله د یو انسان په ظاهر او باطن کې صبر، خواخوږي او همدردي زیږوي، اګر که هغه کمزوری او یا هم د کړاوونو په چرخاب کې راګیر وي، خو بیا هم د تنګلاسي مسلمان ورور مشکلات حلوي، په درد یې ځان خبروي او د همکارۍ لاس ورکوي، چې له دې څخه موږ دې پایلو ته رسیږو چې روژه په حقیقت کې یو انسان یوې لوېې قربانۍ ته چمتو کوی، چې په دې قربانۍ سره ولس او ټولنه د هوسایی پر ټغرکښینې او دې انسان ته د دارینو نیکمرغي او خوشالی وربښي.

۴: زړه او روح صفا کوي:

په روژه کې د انسان زړه او روح له ټولو پلیتو کړنو څخه لیرې وي؛ نو ځکه روژه زړه او روح صفا کوي. څرنګه چې د انسان د بدن لپاره غذا خوراک دی؛ همدا رنګه د روح لپاره غذا عبادت او له نفسی خواهشاتو څخه لیرې والی دی او د نفس د تزکیې لپاره په کال کې تر ټولو غوره موقع، د رمضان روژه ده، چې دا پخپله د جنتي لارې مسیر دی.

۵: روژه د جهنم لپاره سپر (ډال) دی:

حضرت ابوهریره رضی الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې د هرعمل ثواب له لس چنده څخه تر۷۰۰ چنده پورې دی او خدای جل جلاله وایي چې روژه زما لپاره ده او زه يې اجر ورکوم او روژه د دوزخ لپاره سپر (ډال) دی۔

له پورتني حدیث شریف څخه موخه دا ده چې الله جل جلاله انسان ته بې حسابه ثوابونه ورکوي او دې ثوابونو حساب او اټکل د انسان له فکر او تصور څخه لیرې خبره ده.

۶: روژه يو عبادت دی او هر عبادت شکر دی:

روژه عبادت دی او عبادت شکر دی چې دا هم د الله تعالی یو نعمت دی، روژه د الله جل جلاله له لوری یو امانت دی چې موږ ته راکول شوی دی او الله جل جلاله موږ په دې کې ازمایي، چې آیا موږ په دې امانت کې رښتیني یو او که نه؟ چې په دې امانت کې له خوراک، څښاک، جماع او نورو کارونو څخه د څو ساعتونو لپاره منع او بندیز دی، نو دا زموږ کار دی چې د الله تعالی په دې امانت کې څه وکړو او څنګه ئې سرته ورسوو؟. په دې امانت کې بدن او نفس دواړه شامل دي، د بیلګې په ډول، که موږ په یو ځای کې یواځې ناست یو او هیڅوک راسره نه وي، یا وږی او یا هم تږی شو؛ نو څه باید وکړو، امانت به ساتو او که به يې له لاسه ورکوو؟ که چیرې مو د نفس تابعداري وکړه؛ نو خیانت به مو کړی وي او که چیرې مو د الله تعالی حکم پر ځای کړ؛ نو په امانت کې به رښتینی او امانتکاره یو، چې په واقعت کې دا امانت (روژه) د مکافاتو او مجازاتو په منځ کې ده.

۷: روژه انسان له حيوانيت څخه ملائيکو ته نژدې کوی.

ژوې (حیوانات) یواځې خوراک، څښاک او نفسی خواهشات پوره کوي چې دا ځانګرتیاوې په انسان کې هم شتون لری، نو په دې میاشت کې د الله له لورې پر انسان باندې دا څیزونه بندیږي او په واقعت کې انسان له حیوانیت څخه ملائیکو ته نږدې کیږي او نتیجه یې دا راوځي، چې عبادت به کوي، نیک اعمال به ترسره کوي او خپل پالونکي رب ته به ځان نږدې کوي چې دا د نفس له ځنځیرونو څخه خلاصیدل دي. کله چې یوڅوک د نفس له غلامۍ څخه ازاد شي، نو الله ته نږدې کېږي او له نفس څخه په دې بیلوالی راځي چې خوراک، څښاک او شهوت کنترول وي. علمای کرام، زاهدان، حکماء او روحانین وایي که یوڅوک غواړي چې تالیف وکړي؛ نو خوراک ، څښاک او شهوت دې کم کړي، دا ځکه چې تالیف یوه سپیڅلې دنده ده، نو ځکه له نفس څخه لیرې کېدل غواړي.

۸: روژه شهوت ضعيفوي:

د روژې بل حکمت او فلسفه دا ده چې شهوت ضعیفوي. هغه ځوانان چې ودونه نلري او شهوت یې زیات وي؛ نو د هغوی لپاره روژه ورته غوره درملنه ده ترڅو شهوت یې کنترول شی، دا ځکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:

ای د ځوانانو ټولنې! که تاسې توان لرئ؛ نو ودونه وکړئ او که د ودونو توان نلرئ، نوروژې ونیسئ.
یواځې شهوت پوره کول هم د حیوانانوځانګړتیا ده او الله جل جلاله غواړي چې د دې عبادت په وجه موږ د حیوانانو له دې خاصیت څخه لیرې کړي او د خپل ځان په لور مو رهي کړي.

۹: روژه له فقيرانو ا ومسکېنانو سره د خواخوږۍ مياشت ده:

کله چې یو انسان روژه ونیسي، لوږه او تنده پرې غلبه کوي؛ نو له داسې انسان سره د نورو وږو، تږو، بی وزلو او فقیرانو انسانانو د همدردۍ، خواخوږۍ او مینې احساس پیدا کېږی او له هغوی سره په هره سختۍ کې مرسته کوي.

اوکه چیرې د یو انسان نس موړ وي، نو مشهور متل دی چې موړ د وږي له حاله څه خبر وي. کله چې د کوم انسان په زړه کې، له محتاجانو سره، د همدردۍ فکر پیدا او وده يې وکړه؛ نو د داسې انسان زړه دماغ عبادت ته لبیک وايي.

حکماء وایي چې کله د یو انسان نس ډک شی، نوعقل ترېنه کډه وکړي، د داسې انسان حکمت کار پریږدي او اعضاء یې سستېږ او بیا نو د عبادت توان نلري او که چیرې د یو انسان نس تش وي، نو زړه یې صفا وي، فکر یې روښانه وي او د الله جل جلاله ذکر ته حساس او لیوال وي او داسې انسان تر خپله حده بیا کوښښ کوي، چې خپل ټول عبادات د سلیم عقل په رڼا کې ترسره کړي.

۱۰: په روژه کې عقل په شهوت باندې غلبه پيدا کوي:

په روژه کې عقل په شهوت باندې غلبه پیدا کوي، چې علمای کرام دغه سړي ته چې عقل یې پر شهوت باندې غلبه پیدا کړې وي، ورته (خیرالناس) یعنې غوره د خلکو وایی، ځکه چې د دې سړي په سترګو کې حیا وی، زړه ئې د تزکېې په جال کې بند او له ټولو ګناهونو او جرایمو څخه په واټن او نفرت کې پروت وي، د عبادت خوند په زړه کې محسوسوي او د روح غذا یی بولي. بل لور ته د الله جل جلاله د رحمت دروازې هم دغه انسان ته خلاصیږي او دی به تل د برکتونو او فیوضاتو په څاڅکو کې پټ وي، چې دا څومره د ویاړ ځای دی.

۱۱: روژې ته (رياضة الروح) او (علاج النفس) وايي:

روژه روح ته ښکلا، ځلا او غذا ورکوی، نو ځکه روژې ته (ریاضة الروح) وایي، دا چې په روژه کې ټولې کړنې د نفس خلاف دي، نو ځکه روژې ته (علاج النفس) وایي. کله چې د کال په دولسو میاشتو کې یوه میاشت روح ښاد او نفس تزکېه شي؛ نو د دې اغیز تر ډیره پورې پاتې کېږي او که دکال په منځ کې بیا نفلی روژې ونیول شي؛ نو دا خو نور علی نور (د رڼا دپاسه رڼا) شوه، دا ځکه چې شهوت او نفس ته به دومره موقع نه وي چې انسان ګمراه او د تیارو په ګرداب کې ډوب کړي، نو له یوې خوا روژه نفس قبضه او قیضه کوي او بل لور ته روح تندرست او تقویه کوي.

په دې مياشت کې ټول الهی کتابونه نازل شوي دي

۱: په دې میاشت کې د لومړی ځل لپاره پرسیدنا حضرت ابراهیم علیه السلام صحیفې نازلې شوې دي.

۲: د روژې پر شپږمه تورات پر سیدنا حضرت موسی علیه السلام نازل شوی دی.

۳:د روژې پر (۱۸) مه زبور پر سیدنا حضرت داود علیه السلام نازل شوی دی.

۴: د روژې پر (۱۳) انجیل پر سیدنا حضرت عیسی علیه السلام باندی نازل شوی دی.

۵: همدارنګه په دې میاشت کې قرانکریم له اووم اسمان څخه اول اسمان ته نازل شوی دی.

نوربیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د