د شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه د رښتیا ویلو رښتني کیسه

قاري حکيم اللّه صابري

شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه چي په څلور سوه یو اویا (471 هجري) کال په ګیلان کي زېږیدلی ډیر متقي ، پرهیزګاره او صالح انسان ؤ ، علامه ابن کثیر رحمه اللّه پخپل کتاب (البدایة والنهایة) کې چي یو ډیر منل شوۍ او معتبره تاریخ دي ،  نوموړې د ډیر متقي، پرهیزګاره او د ښو اخلاقو خاوند په حیث موږ ته راپیژنې.

وایې : چې په کوچنیوالي کې شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه د تعلیم د حاصلولو لپاره بغداد ته د سفر اراده وکړه ، له خپلې مور څخه یې د سفر اجازه واخیستله او له یوه کاروان سره رهي شو، تر سفر مخکې یې مور یو څه پیسې د دې لپاره چې سبابه هغه ته په کار ورشي د صدرۍ په شا کې ور وګنډلې او دا وعده یې ترې واخیستله چي هیڅکله به درواغ نه وایی ، په لاره کي یو ځای دغه کاروان غلو او ډاره مارانو ودراوه ، ټول کاروان یې لوټ کړ په دې دوران کي یو غل شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه ته راتیر شو او د ټوکو په ډول یې ورته وویل : ای هلکه! ستا څخه خوبه پیسی نه وې ؟ .
شیخ صاحب په ځواب کي ورته وویل : (هو ، ولې نه پیسی راسره دي).

اتفاقاً یو بل غل هم راغي له ده څخه یې همدا پوښتنه وکړل ، شیخ صاحب هغه ته هم دا ځواب ورکړ ویل : هو زما سره پیسی شته غله چی دا خبره واوریده نو یې ورته وویل :کومه دي چیري دي پټي کړي ؟ شیخ صاحب ورته وویل : زما د صدرۍ په شا کې ګنډل شوی دي.

غله چي دا خبری واوریدلي نو برابر یې وخپل مشر ته راووست او هغه ته یې دا کیسه وکړه ، د غلو مشر هم له شیخ صاحب څخه همدا پوښتنه وکړه.

شیخ صاحب د غلو مشر ته هم په ځواب کې همدا خبره وکړه چی هو راسره دې ، د صدرۍ په شا کې مي مور راګنډلي ، د غلو مشر سمدستي را ولاړ شو د هغه صدرۍ یې سره وپلټله که ګوري چي رښتیا هم د هلک د صدرۍ په شا کې پیسی پرتې دي ، وروسته د غلو مشر شیخ صاحب ته وویل : هلکه ! نوم دي څه دئ او ته چا مجبوره کړي چې رښتیا ووایې ؟ که تا دروغ ویلي واي نو موږ به په تا کي تلاشي نه کوله او نه مو له تا څخه پیسی اخیستې .

شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه په ځواب کي ورته وویل : زما نوم عبدالقادر دي ، ما له خپلی مور سره دا وعده کړي ده چي زه به هیڅکله دروغ نه وایم ، نو زه پخپله وعده کې خیانت نه کوم ، که څه هم دا زما یقین ؤ چي که تاسي زما په پیسو خبر شئ نو حتماً به یې را څخه اخلئ ، خو زما لپاره اللّه تعالي کافي دي که پیسی راسره نه وي هم مې ساتي ، هغه ماته رزق راکوي او زما ورباندي توکل دي، په هیڅ قیمت زه دانه خوښوم چي د هغه جل جلاله نافرمانې وکړم او له مور سره د کړې وعدې مخالفت وکړم .

دا چي ستا یوه ملګري زما څخه دا پوښتنه وکړه چي پیسی درسره شته او که نه ؟ نو ما هم رښتیا ورته وویل : چي هو ، زما سره پیسي شته ، بیا هغه راته وویل : چې چیرې دي پټي کړېر؟ نو ما ورته رښتیا وویل : چي د صدرۍ په شا کې مي مور را ګنډلې.

د غلو مشر چي د عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه دا خبري واوريدې ، نو د هغه صداقت ته حیران پاتی شو له ځانه سره یې وویل : چې وګوره دغه کوچني هلک دومره پر خپل عهد او وعده وفا کوي زما حال ګوره چې د خپل رب جل جلاله سره مي وعده کړي ده مګر وفا مې نه ده ورباندي کړی ، د غلو مشر دومره متأثره شو چي سمدستي یې په ژړا ــ ژړا توبه وویستله د کاروان ټول مالونه یې بيرته وروسپارل او د ټول عمر لپاره یې د غلا او ډاره مارۍ څخه توبه کړه.

رښتیا خبره هم داده چي په صداقت کي فلاح او نجات وې ، او په دروغو کي بربادې او هلاکت.

نړۍ مننه چې د لوستلو وخت مو راکړ.
مأخذ : (البدایة والنهایة)

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د