صداقت «لنډه کيسه»

ژباړه: انور افغان

څلور تنه زده کوونکې چي په خپلو ځانو یې ټینګ باور لاره، د کال د منځنیو ازموینو تر ختمېدو یوه اونۍ مخکې په یوه تفریحي سفر لاړو!

کله چي له سفره را وګرځېده، پام یې شو چي د ازموینې د نېټې په اړه تېروتې، دوۍ یوه ورځ نا وخت را رسېدلې وه، نو پرېکړه یې وکړه چي ښوونکې ته لاړ شي او له ازموینې څخه د پاتې کېدو لامل ورته ووایي.

هغوئ خپل ښوونکې ته پلمه جوړه کړه او په دروغو یې ورته وویل: موږ په سفر تللې وه کله چي بېرته راګرځېدو د موټر ټایر مو پنچر شو، زموږ سره په موټر کې کوم اضافي ټایر « شټپنۍ » هم نه وه، د بیا جوړېدو لپاره مو ډېر زیات وخت انتظار وکړ، تر هغه چي یو بل موټر مو وموند او د مرستي غوښتنه مو ترې وکړه، له دې وجې موږ خپلو کورونو ته ناوخته را ورسېدو، ښوونکې له لنډ ځنډ او چوپتیا وروسته ومنله چي راتلونکې ورځ به له دوئ څخه ازموینه اخلي.

په سبا څلور واړه زده کوونکې ښوونځي ته راغلل، ښوونکي هر یو زده کوونکی جلا جلا ټولګي ته ولېږل، د ازموینې پاڼې یې ورکړې او د پوښتنو د ځوابولو اجازه یې ورکړه.

لومړنۍ پوښتنه ډېره اسانه وه چي ۵ نمرې یې لرلې، دا پوښتنه یې په اسانۍ سره ځواب کړه او وروستۍ پوښتنه چي د پاڼې په بل مخ وه ۹۵ نمرې یې لرلې.

دا پوښتنه داسي وه: تاسي چي کله پرون بېرته د کور په لور را ستنېداست د موټر په څلورو ټایرونو کې مو کوم ټایر پنجر شوی وه؟

« تل په خپلو خبرو کې صادقه اوسۍ، کنه یو وخت نه یو وخت به مو د خپلو خبرو خطا رسوا شي.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د