افغانستان

تورخم کې پر اوربند سلا شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۵ل): اجراييه رييس ډاکټر عبدالله نن د وزيرانو شورا ته په خپلو خبرو کې وويل، چې پاکستان سره يې د تورخم د جګړې په اړه خبرې کړي او پاکستان ډاډ ورکړی، چې د تورخم جګړې په اړه د اروبند ملاتړ کوي.

طلوع تلويزون د ډاکټر عبدالله له قوله وايي: «موږ پاکستان سره د تورخم کړکېچ په اړه اړيکه نيولې، دواړه هېوادونه په اوربند سره سلا شوي او موږ هيله من يو، چې دغه ستونزه به د ډيپلوماسۍ له لارې حل شي.»

پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ليکلي، چې دوی د ډیورنډ په فرضي کرښې د تورخم دروازې ته څېرمه ديوال او اغزن تار لګاو، چې دا کار پر افغان امنيتي ځواکونو بد ولګېد او له لفظي شخړې وروسته يې پر پاکستاني پوځيانو ډزې وکړې.

ډاکټر عبدالله وايي، چې افغانستان هڅه کړې، چې د دوه اړخيزو اړيکو او ډيپلوماتيکو سرچينو له لارې دا ستونزه حل کړي، مګر پاکستان افغانستان سره په خپلو ژمنو وفا ونه کړه.

د ننګرهار امنيتي ځواکونه وايي د پاکستاني پوځيانو په بريد کې يو سرتېري وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي. د پاکستان پوځ هم د يو پاکستاني پوځي د وژل کېدو پخلی کړی او د ټپيانو په اړه يې څه نه دي ويلي.

تورخم پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ ځايي خلک وايي، چې په دغه بريد کې يو شمېر ولسي خلک هم ټپيان شوي دي.
پاکستان په دې اند دی، چې دوی د تورخم پر فرضي پوله له دې امل اغزن تار او سيمټي ديوال جوړوي، چې د دوی په وينا د ناقانونه کسانو او وسله والو د تګ راتګ مخنيوی وکړي.

پاکستان کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي او سفير حضرت عمر زاخلېوال بيا د پاکستان دغه ادعا رد کړې او وايي، چې «ترهګر» د تورخم په پولې نه، بلکې د پاکستان په ښارونو کې فعاليتونه کوي.

پر تورخم پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه وروسته له هغې پيل شوه، چې پاکستان له تېرو څو ورځو راهيسې د تورخم پر پوله له پاسپورټ او ويزې پرته افغانانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x