افغانستان

ولسي جرګې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې د رایو په اکثریت سره د د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړ.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ۱۵۳ وکیلان حاضر و چې له منځه یې ۱۲۶ وکیلانو یاد تقنیني فرمان ته د رد رایه ورکړله.

د ګډ حکومت د جوړیدو پر مهال دواړه لورو په دې موافقه کړې وه چې په انتخاباتي نظام کې به اصلاحات راولي.

اشرف غني د دغه موافقې وروسته د ولسي جرګې د وکیلانو د ګرمۍ رخصتۍ پر مهال د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه تقنیني فرمان صادر کړ خو ملي شورا رد کړ.

اشرف غني د تېر کال د کب په میاشت کې د وکیلانو د ژمنۍ رخصتۍ پر مهال یو بل تقنیني فرمان صادر کړ. دغه فرمان د ولسي جرګې د کميسیونونو د بحثونو وروسته نن د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې شو.

د ولسي جرګې یوې وکیلې شریفه بلخابي په نننۍ ناسته کې وویل چې د کميسیونونو په ناستو کې د ۱۵ له منځه ۹ دغه فرمان رد کړی او ۶ تایید کړی و.

د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان وايي چې دغه فرمان یې په دې خاطر رد کړ چې غیرقانوني و.

عبدالقادر ځاځي په نننۍ ناسته کې وویل چې د اساسي قانون د ۷۹مې مادې پر اساس تقنیني فرمان په بیړني حالت کې صادریږي خو دغه فرمان د صادرولو پر مهال هېڅ بیړنی حالت نه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x