غزل: صالح محمد مسروري

صالح محمد مسروري

لکه باڼه دسرپه بيه ددين سترګي ساتو
دزړه دنياکي دقران دياسين سترګي ساتو

خدايه پاک دين او دا زهير ولس مو مکړې خراب
ځکه مدام لمدې په داسي ناورين سترګي ساتو

فتنې رااوري ګام په ګام دي شيطاني دامونه
شکرچي بياهم دايمان اويقين سترګي ساتو

دعاجزۍ کچکول کي تل خيرات درحم غواړو
رب ته کږې تل په دعاپه امين سترګي ساتو

ژوند د مړو سترګونه کوولکه زمري زلمي يو
له قهره ډکي جګي لکه شاهين سترګي ساتو

مسروري غېرله خدايه بل چاته يې نه لګوو
کړوپرې سجده لاندي ترهغه جبين سترګي ساتو

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د