هواوې خپل نوی پیاوړی خو ارزانه سمارټ فون معرفي کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۵ل): هواوې کمپنۍ نن خپل انر ۵ اې (Honor 5A) نومې سمارټ فون معرفي کړ. دغه سمارټ فون دوه مختلفو ورژنونو کې له اته هستې لروونکې کرېن ۶۲۰ او سنپ ډراګن ۶۱۷ ډوله پروسېسر سره وړاندې کیږي.

دغه سمارټ فون ۸.۴۵ ملي متره پنډوالی لري او ۵.۵ انچه ایچ ډي ریزلوشن سره وړاندې کیږي. د دغې سمارټ فون د لید زاویه ۱۷۸ درجې او کنټرسټ يي ۱۰۰۰ دی.

دغه سمارټ فون کې د المونیم او ښيښې څخه استفاده شوې او په دې ډول د خط کیدو په وړاندې مقاومت يي زیات دی او دغه سمارټ فون ته يي ځانګړې ښکلا بښلی.

د هواوې کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون کې ۲ ګیګابایټ رېم ځای پر ځای شوی او ۱۶ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري چې کاروونکي يي د میموري کارډ استعمال سره زیاتولی شي.

د دغې سمارټ فون اصلي کامره ۱۳ میګاپکسله ده او مخکینۍ کامره يي ۸ میګاپکسله ده. همداراز د دغې سمارټ فون بیټرۍ ۳۱۰۰ ملي امپیره وړتیا لري.

د کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون به د جون په ۲۷مه وړاندې کیږي. کرین ۶۲۰ ډوله پرسېسر لروونکي بیه يي یوازې ۱۰۶ او سنپ ډراګن ۶۱۷ ډوله پروسېسر لروونکي بیه يي ۱۲۱ ډالره دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د