غواړم چې رهبر شم، خو څنګه؟

مشتاق محمد رحیم

د پوهانو ترمنځ دا بحث چې یو څوک له موره رهبر یا مشر زیږیږي او که نه یو څوک دیو لړ بهیرونو څخه له تیریدو وروسته

مشر او رهبرجوړیږي- ډیر د پوهې خاوندان له کلونو کلونو راهسې دا ټینګار کوي چې رهبري یا مشري یو مور ذاتي ځانګړتیا ده

چې انسانان له زوکړې له وخته په خپل شخصیت کې له ځانه سره لري- د دې استدلال په ملاتړ د هغه ماشومانو بیلګه وړاندې

کیږي کوم چې د ښونځۍ په لومړي کال په خپل ټولګي کې د نورو ماشومانو په سر کپتان یا څارونکې ټاکل کیږي- د دغه فکري

مکتب ملاتړي واي چې د ماشومانو په لویه ډله کې دا یو ماشوم د ټولګي د مشر او څارونکي په توګه ځکه ټاکل کیږي ولې چې په

ده کې د مشرۍ ځانګړتیاوې او وړتیاوې شتون لري – په خپله خبره ټینګار سره دا پوهان پوښتنه کوي چې دې ماشوم ته مشري

خو بیا دویمه فکري ډله بیا واي چې مشران جوړیږي- دا جوړونه د دوي چاپیریال کوي، هغه د ژوند حالات چې دوي په کې شته

وي دوي ته مشري ورزده کوي، د رهبرۍ په اړه مسلکي زدکړې دوي ته دا وړتیا ورکوي، د نورو مشرانو تر سیوري لاندې ژوند

دوي د مشرۍ جوګه کوي – د خپلې خبرې د اثبات دپاره دا پوهان د هند د لوې وچې لوې مشر موهن داس کرم چند ګاندهي بیلګه

وړاندې کوي څوک چې ماشومتوب او محصلۍ په دوره کې ډیر کم جراته و، ټولنیزې اړیکې یې کمزورې او د خلکو سره په شبکه

جوړونې او ملګرتیا پالنې کې خورا پس و- په غونډو کې یې د خبرو او د دریځ په سر د دریدو وړتیا ډیره کمه وه خو د هندوستان

حالاتو بیا دې اړ کړ چې د خپلې پوهې څخه د خپل ملت په حق کې ګټه پورته کړي – همدې حالاتو ګاندهي سیاسي ډګر ته راکش کړ

زه په خپله بیا دواړه فکري مکتوبونه منم او زما په اند دواړه خبرې سمې دي- رهبران له موره زیږیږي خو دې کې هم شک نه

لرم چې حالات هم کولې شي چې په انسان کې د رهبرۍ وړتیا پیاوړې کړي- ډیر وخت داسې پیښیدې شي چې یو څوک به د مشرۍ

مور ذاتي خواص ولري خو د خپلې مشرۍ د وړتیا څخه د کار اخیستنې موکه ترلاسه نه کړي او بله خوا بیا شونې ده چې د حالاتو

په هر حال کې، که د رهبرۍ وړتیا مور ذاتي وي او که ناڅاپي، هر انسان اړتیا لري چې خپله د رهبرۍ وړتیا وځلوي ترڅو دیو

انسان دا وړتوب او مهارت را برسیره شي او خپله ریښتونې څیره راڅرګنده کړي- – په دې اړه د امریکا د ۶۰ او ۷۰ لسیزې د

سوداګرۍ په نړۍ کې منل شوې رهبر هارولډګینین واي چې رهبري چا ته ښول کیدې یا تدریس کیدې نه شي بلکې دا یوازې زده

کیدې شي-هر هغه څوک چې غواړي د مشرۍ وړتیا یې و ځلیږي نو اړ دې چې د مشرۍ په اړه زدکړې وکړي ترڅو په خپل

د رهبرۍ د زدکړې په پروسه کې لومړې ګام منظمې مسلکي زدکړې دي- دا پیژندل چې رهبر چاته ویل کیږي؟ یو بریالې رهبر باید

کومې ځانګړتیاوې ولري- د خپل شخصیت په اړه ارزونه کول چې هغه کوم څه دي چې یو مشر یې باید ولري او زه یې نه لرم-

همدا راز هغه څه په خپل شخصیت کې پیژندل کوم چې باید یو مشر او رهبر یې ولري او هغه زه لرم او د هغو ټکو نور پیاوړي

کول-د شخصیت د سپیڅلتیا ساتنه، په خپلو چارو کې د روڼتیا پالل او د حساب ورکولو جرات درلودل، د خپلو کړو وړو د ارزونې د

پروسې زده کول او داسې نور- دا نظري زدکړې د رسمي اکاډمیکو زدکړو په لړ کې هم شونې ده او هم د رهبرۍ په ځانګړیو

د علمي زدکړو ترڅنګ د تیرو مشرانو او رهبرانو د ژوند څخه زدکړه بیا په دویم ګام کې راځي- د علمي زدکړو د بنسټ درلودلو

څخه وروسته دا تر ټولو خورا مهم او اړین ګام دې چې یو څوک ورته د خپلې رهبرۍ د وړتیاو د غوړیدنې دپاره اړتیا لري- په

دې اړه لوستونکې باید د ځان سره پریکړه وکړي چې دوي کوم ډول رهبر جوړیدل غواړي- زه باید پوه شم آیا غواړم چې اوښتون

پال یا انقلابي رهبر و اوسم او که اصلاحي رهبر- آیا د سیاسي هلوځلو له لارې خپلو موخو ته رسیدل غواړم که دټولنیز بدلون پر

مټ او که غواړم چې مذهبي لار غوره کړم – دا ټاکنه زدکونکي سره د خپلو ایډیالو او د خوښې د رهبرانو په ټاکنه کې مرسته

د خپلو ایډیالو د پیژندلو څخه وروسته اوس د هغوي د ژوند لوست ته اړتیا ده- د پخوانیو مشرانو د ژوند په اړه مالومات له

کتابونو ترلاسه کیدې شي- ډیرو مشرانو خپل ژوند لیکونه په خپله لیکلي او د ډیرو نورو په اړه بیا خلکو لیکل کړي او د دوي

ژوند یې ارزولې دې- ددغه توکو لوست به زده کونکي ته موکه ورکړي چې د هغو په ژوند کې د تیرو هلوځلو، کړیو سهوو، د

زغملیو ستونزو او د هغو د رهبرۍ د چاپیریال په اړه پوهه ترلاسه کړي -دا بیا د لوستونکي سره مرسته کوي چې خپل ځان ته کتنه

وکړي او د هغه د شخصیت پیاوړي ټکي په خپل ځان کې پیاوړي کړي، د هغه د سهوو څخه په زدکړې په خپل ژوند کې د هغو له

چې په پاې کې یې ګاندهي د انساني تاریخ یو له نامتو مشرانو څخه شو-

او چاپیریال زیږولي بیا لوې مشران شي-

شخصیت کې شته تشې ډکې او د ځواک ټکي پیاوړي کړي-

ښونیزو کورسونو کې هم کیدې شي-

کوي- د یادونې وړ ده چې دا ټاکنه د انسان فکري میلان او لرلید په رڼا کې کیږي-

تکرار څخه ځان وساتي، او هغه حالاتو ته چې پر هغو تیر شوي ځان په ذهني او عملي ډول چمتو کړي- همدا راز د هغوي له بریا

څخه د هڅونکې مادې په توګه کار واخلي اوځان پرې وهڅوي- د دې ترڅنګ د هغوي د عادتونو او د ورزني ژوند پروګرام او

مهال ویش په خپلولو سره هغه تګلارې زده کړي چې د یو مشر وروستي تم ځاې، یعني بریا، ته د رسیدو لامل کیدې شي-

د مشرانو د ژوند په اړه لوست کې اړینه ده چې له تعصب او یو اړخیزه قضاوت څخه ځان وساتل شي- ډیرې وخت د یو مشر په اړه

د هغه ملاتړي او د هغه د فکري مکتب پالونکي په تعصبي بڼه د هغه شخصیت ته مصنوعي لوړ والې او لوې والې وربخښي چې

لوستونکې بیا له دې کبله غلطیږي- همدا راز، د یو شمیر مشرانو په اړه د هغو سیالان او د هغو ضد ډلې لیکنې کوي ، تور سپین

ښاي او سپین بیا بیخي تور- له دغه دواړه حالاتو د اغیز څخه ځان ساتنې ته اړتیا ده چې د خپلو ایډیالو په اړه هر اړخیزه لوست

وشي او بیا وروستۍ پایله د ځان دپاره وایستل شي- ډیرې وخت مونږ د خپل ذهن د تعصب او یو اړخیز قضاوت په بند کې بندیوانان

کیږي او دې ته چمتو نه یو چې دهغه چا په اړه چې مو خپل ایډیال منلې ناسمه خبره واورو، ولولو، که څه هم هغه به سمه وي- له

د رهبرۍ په اړه د علمي زدکړو او د مشرانو د ژوند ته ژورې لیدنې څخه وروسته اړینه ده چې زدکړې مو عملي کړئ- د رهبر د

بلل کیدو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړئ – په خپل شخصیت کې هغه ځانګړتیاوې چې یو رهبر یې باید ولري هغه پیدا او پیاوړې کړئ-

د هغه مشرانو عادتونه چې ستاسې ایډیال دي او تاسې یې په اړه اوس زدکړه هم کړې د هغي عادتونه خپل کړئ، د هغو افکار خپل

کړئ او په عملي ژوند کې د مو د رهبرۍ د بار په اوږه کولو بهیر پیل کړئ- هنري منټزبرګ، د مدیریت او رهبرۍ دبرخې نامتو

علمي شخصیت، په خپل یو کتاب کې واي چې رهبري، لکه لامبو، یوازې په لوستو نه زده کیږي-د رهبرئ په اړه باید خپلې زدکړې

دغه حالت څخه ځان ساتل هم د مشرانو د ژوند د لوست پرمهال اړینه مسله ده چې پاملرنې ته اړتیا لري-

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د