روژه د تاریخ په پاڼو کې

د روژي اتمه ورځ د تاریخ پاڼو کي!

شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله ،

۱- د تبوک غزوه ( العسرة):

د روژي مبارکي په اتمه ورځ د هجرت په ۹ کال چي د ۶۳۰ میلادي کال د دسمبر د میاشتي له ۱۸ تاریخ سره سمون خوري مسلمانان د رسول الله صلی الله وسلم په مشري د تبوک د غزوي لپاره وتلي وو ، په دي غزوه کي اګر که کومه لویه جګړه ونه شوه خو مسلمانانو ته يي ډير نظامي او سیاسي ګټه وکړله ، د همدي رمضان په میاشت کي مسلمانان بیرته مدیني ته را وګرځيدل

 ۲- د غزنویانو ماتي :

: د روژي په ۸ ورځ په ۴۳۱ هـ کال کي چي د ۱۰۴۰ میلادي کال د مي د میاشتي له ۲۳ تاریخ سره خوري د سلجوقیانو باچا طغرل بیګ د دندانکان په سیمه کي غزنویانو ته ماتي ورکړله ، خراسان يي تر خپلي ولکي لاندي راوست او غزنویان يي مجبور کړل چي دوی د سیمي د یوه ځواکمن حکومت په حیث وپيژني .

۳- د سلطان الپ ارسلان باچا کیدل :

د روژي د میاشتي په ۸ ورځ په ۴۵۵ هجري کال کي چي د ۱۰۶۰ میلادي کال د سپتمبر د میاشتي له ۴ نیټي سره سمون خوري سلطان الپ ارسلان د خپل تره طغرل بیګ له وفات څخه وروستي په تخت کیناست ، الپ ارسلان د تاریخ له قهرمانانو څخه شمیرل کیږي ، نوموړي سلجوقي حکومت په لنډه موده کي د سیمي په یوه ستر ځواک بدل کړ ، د الپ ارسلان له کارنامو څخه یوه هم د (ملازکرد) غزوه ده ، په دي غزوه کي مسلمانانو د الپ ارسلان په مشري رومیانو ته غوڅه ماتي ورکړه او رومي واکمن يي ژوندی ونیو.

۴- د نوموتي دعوت ګر استاد عباس سیسي وفات :

د روژي په ۸ مه ورځ په ۱۴۲۵ میلادي کال چي د ۲۰۰۴ میلادي کال د اکتوبر له ۲۲ نیټی سره سمون خوري نوموتی مصري دعوت ګر او عالم عباس سیسي وفات شو ، نوموړي د شهید حسن البناء له شاګردانو څخه وو ، دده مشهور کتاب ( د الله تعالی لور ته دعوت محبت دی ) دی چي دا مهال دټولو دعوت ګرانو لپاره د غوره لارښود حیثیت لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x